The news is by your side.

د سولي‌ عالي‌ شورا مذاکراتي ‌پلاوی قطر ته ځي !

خبریال ویب پاڼهد طالبانو د قطر دفتر یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د بین الفغاني مذاکراتو لپاره ټول مراحل پای ته رسېدلي‌ او ډېر ژر به د افغانستان د سولي د عالي شوراله لوري د معصوم ستانکزي په مشري مذاکراتي ټیم قطر ته راشي‌.

بین الفغاني خبرې به په قطر کې وي او دواړه لوري‌به مخامخ سره جرګه کېږي‌.

طالبان وايي له افغان حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د افغان مذاکراتي ټیم غړي دي قطر ته تر تګ وړاندی د کروا ناروغي‌ ټیسټونه وکړي‌ او د ټیسټ پاڼې دې له ځان سره قطر ته وروړي .

په قطر کې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د مذاکراتو پیل به د روانې جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د یوې اونۍ لپاره وي ؛ خو ښايی و هم غځول شي‌.

دافغانستان د سولي د عالي شورا د وزارت یوه لوړ رتبه مامور هم خبریال وېب پاڼې ته تاید کړه چې مذاکرات به په قطر کې وي او کیدای شي‌ د راروانې اونۍ په پای کې مدا کراتي ‌ټیم له کابل نه د قطر لورته وخوځېږي .

د سولي وزارت چارواکی وايي چې د د مذاکراتي ټیم غړو لا له وړاندي ‌د کرونا وایرس ټیسټونه کړي‌ چې د (۴) ټیسټونه یې مثبت او د پاتې نورو یې منفي ‌دي‌.

ددغه لوړ رتبه مقام په وینا چې د مذاکراتي‌ټیم ټول غړي‌به یوځل بیا هم تر مذاکراتو وړاندي‌ د کرونا وایرس ټیسټونه کوي‌ او هغه کسان چې کرونا ولري‌ خبرو کې به ډون نه کوي‌.

بل لورته د ارګ سرچینې وايي چې د قطر له دولت نه هم د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم د کرونا وایرس د ټیسټونو کولو غوښتنه شوې ده ؛ دارګ چارواکي‌ وايي‌ چې دا خبره د په کابل کې د قطر نه راغلي‌ ځانګړي استازي ته وشوه .

که څه هم تر دم ګړیه د خپل منځي‌ خبرو دقیق تاریخ نه دی ټاکل شوی خو د جون میاشتې وروستۍ اونۍ په پام کې ورته نیول شوې ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.