The news is by your side.

افغانستان نه خو ایران افغان سفیر احضار کړ

خبریال وېب پاڼه/د ایران او افغانستان په ګډه پوله او په ایران کې د ننه د وروستیو پېښو له امله د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران سفیر احضار نه کړ او نه هم د دغې پېښو په پلټنه کې هومره جدي وو څومره چې ایراني لوری ؤ.

د ایران په یزد او له افغانستان سره د دغه هېواد پر ګډه پوله د وروستیو خونړیو پېښو په هکله چې پړه یې په ایراني پولیسو باندې اچول کېده، افغان حکومت کله هم د ایران سفیر د دغو پېښو د څرنګوالي او پوښتنو لپاره احضار نه کړ خو ایراني لوري په افغانستان کې د دغه هېواد پر وړاندې د وروستیو لاریونونو له امله افغان سفیر احضار کړی دی.

په تېره څه د پاسه یوه نیمه میاشت کې لسګونو افغانانو ته ایراني پولیسو او پوله ساتو مرګ ژوبله اړولې ده خو افغان حکومت په دې هکله کومې جدي پلټنې کړې نه دي.

د شنونکو په آند په کار وه چې د هریرود سیند کې د غورځول شویو او بیا د ایران په یزر کې د افغان مهاجرو موټر سوځولو په پېښو کې چې له ټولو بشري ارزښتونو څخه اوښتي اعمال وو او ټولو ته ښکاره هم شول، په کابل کې د ایران سفیر احضار کړل شوی وی او ورڅخه د ټولو پېښو جدي پوښتنه شوې وی خو برعکس د ایران آخوندي رژیم سره له دې چې افغانان یې ځپلي هم دي، افغان سفیر یې د وروستیو لارویونونو په هکله د سپیناوي لپاره ور بللی دی.

ایران او پاکستان په سیمه کې د افغانستان لپاره تر نورو بد ګاونډي هېوادونه بلل کېږي چې ډېری وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سربېره په ترهګریزو فعالیتونو کې هم لاس لري.

په دې وروستیو کې د ځینو طالب قومندانانو له خولې ویل کېږي چې له سولې څخه د منکر طالب قومندانانو ملاتړ ته ایراني چارواکو را دانګلي دي او هڅه کوي چې په یوه بهانه یې ور خپل کړي.

په ایران کې د افغان سفیر احضار کولو یو شمېر افغانان را پارولي دي او دا یې د افغانستان لپاره یو عار بللی چې د خپلو اتباعو دفاع په ډیپلوماسۍ نه کوي خو ایران چې په وروستیو قضیو کې پړ هم دی، له افغان حکومت نه سپیناوی غواړي.

ژورنالېست او کارپوه هارون نجفي زاده وایي چې تاسې په هریرود سیند کې د غورځول شویو افغانانو او دغه راز په یزد کې د ۳ سوځول شویو افغانانو ځواب څنګه کوئ، نوموړي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په خطاب کې وایي چې آیا له ښاغلي امینیان څخه د ایران د وروستیو پېښو په هکله وپوښتل؟

په دې وروستیو کې د ایران لخوا د افغانانو ځپل په کم سارې توګ زیات شوي دي. تېره اونۍ یې په سرحدي سیمو کې هم ګڼ شمېر افغان مسافر شکنجه کړي وو خو افغان حکومت پرې هېڅ غبرګون و نه ښوده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.