The news is by your side.

پاکستان کې  (۳۸۵۸)‌ روغتیا پالان کرونا نیولي‌

خبریال وېب پاڼهد پاکستان په لر او بر کې (۳۸۵۸) ډاکتران او روغتیا پالان کرونا وایرس نیولي دي‌. ددغو کسانو له جملې نه یې (۲۰۰۰) ډاکتران (۴۷۶) نرسان او نرسانې او (۱۰۵۵) نور طبعي‌ کارکونکي دي‌.

د پاکستان د بېړنیو عملیاتو مرکز ددغه خپر په خپرولو سره ویلي دې چې تر دم ګړیه په هغه هیواد کې کرونا وایرس ډاکترانو ته درانه تلفات اړولي‌دي .

تر اوسه په پاکستان کې (۳۵) روغتیا يي ‌مامورینو ژوند له لاسه ورکړی دی .

ډاکټران وايي که چېرې په روغتونونو کې کار کوونکې ټولې عملې ته حفاظتي سامان ورنه کړی شو او د کرونا مريضانو د پاره ځانګړي مرکزونا و نه ټاکلې شو نو باقي پاتې طبي عمله به هم دا وایرس ناروغه کړي.

پآکستان یو د نړۍ له هغه هیوادونو څخه دی چې روغتیا پالان یې د خوندي‌توب کیټونه یا وسایل نه لري او هلته کرونا وایرس په چټکي‌پر مخ روان دی .

په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د مړه شویو خلکو شمېر ۴۲۳۰۰۰ ته او په امریکا کې دغه تعداد ۱۱۴۴۴۶ ته ورسیدو.

د امریکې جانزهاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د مریضانو شمیر ۷۵۸۹۸۳۸ دی.

هندوستان د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۱۱۰۰۰نوي کېسونه رپورټ کړل چې په ملک کې په ۲۴ ګنټو کې د ناروغۍ تر ټولو زیاته شمېره ده.

پاکستان د جمعې په ورځ ۶۳۹۷ کېسونه رپورټ کړل او ماهرین وايي په ملک کې وایرس د تېرې میاشت راهسې خپور شوی کله چې وزیراعظم عمران خان په ملک د وایرس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون لېرې کړو.

افغانستان هم د کرونا وبا نه خوندي‌نه دی او اوس مهال د هیواد په هر ولایت او هرښار کې کرونا وبا خلک نیولي‌ دي‌.

کرونا اوس د نړۍ په هغه وبا اوښتې چې نه دارو درمل لري‌او نه یې هم تر اوسه پوري واکسین موندل شوی دی ؛ په د نړۍ تقریبآ هر هیواد په یوه نه یوه ډول ددغه وایرس د کابو کولو لپاره له بیلا بیلو درملو نه کار اخیستی او تجربې رواني دي .

کرونا وبا یوازي ‌پاکستان کې نه بلکه د نړۍ په هر هیواد کې روغتیا پالانو ته زیات زیان اړولی دی چې ډېر یې پآکستان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.