The news is by your side.

د سیاسي فشار له امله د غلام خان بندر ټرانزېټ په ټپه ولاړ دی

خبریال وېب پاڼه/ خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولین وایي حکومت د ځینو سیاسي کړیو د فشار له امله د خوست ولایت غلام خان بندر ټرانزیټ کارونه ځنډوي.

د مسډولینو او سوداګرو په خبره چې د غلام خان بندر لار د پاکستان د کراچۍ بندر ته تر نورو لارو نږدې ده چې هېواد ته ترې په ارزانه توګه مالونه واردولی شي.

په ورته وخت کې بیا د خوست ولایتي چارواکي وایي د غلام خان بندر ټرانزېټ په تړاو یې ټولې ستونزې حل کړي او د رسمي کېدو لپاره یې له مرکز کابل سره شریکې کړې دي.

د خوست ولایت د غلام خان بندر چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې حکومت د ټرانزیټ لپاره د رسمي کېدو ژمنې کوي.

اوس تازه د خوست ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولین وایي که څه هم د تورخم او سپین بولدک بندرونو په نسبت د پاکستان کراچۍ بندر ته په لسګونه کیلو مټره نږدې دی خو په حکومت کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د غلام خان بندر رسمي شي.

دوی وایي که د غلام خان بندر د ټرانزیټ لپاره رسمي او د سوداګرو د مالونو د راوړلو لپاره خلاص شي د نورو لارو څخه به سوداګران وکولی شي له دې لارې په ارزانه قیمت او په کم وخت کې خپل سوداګریز مالونه هېواد ته را وارد کړي.

په ورته وخت کې د خوست ولایت ځینې سوداګر بیا له حکومت غواړي چې غلام خان بندر دې د سیاست نه ښکار کوي چې په دې سره زیان یې سوداګر او خلکو ته اوړي دوی وایي په حکومت کې ځینې مشخصې کړۍ د خپلو شخصي ګټو په خاطر د غلام خان بندر د ټرانزېټ او رسمي کېدو مخه نیسي.

په ورته وخت کې بیا د خوست سیمه اییز اداره وایي چې د غلام خان بندر د رسمي کېدو او پرانیستې لپاره یې د ولایت په کچه ټول خنډونه او ستونزې هوارې کړې دي.

د دوی په خبره مرکزي حکومت ورسره ژمنه کړې چې د غلام خان بندر د رسمي کېدو لپاره به ډېر ژر عملي ګامونه واخلي.

په تېر یو کال کې د غلام خان بندر د پرانیستل کېدو او رسمي کېدو لپاره په پاکستان کې د افغان سفارت چارواکو له پاکستاني لوري سره یو ځای سیمې ته هم سفرونه کړي و او چارواکو ویلي و چې د غلام خان بندر د رسمي کېدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره یو ځای کار کوي او ډېر ژر به یوې پایلې ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.