The news is by your side.

طالبان د القایده شتون ردوي خو د خونړیو پېښو پړه نه مني

خبریال وېب پاڼه/وسله والو طالبانو په خپلو وروستیو څرګندونو کې امریکا ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې القایده او نورې ترهګرې ششبکې نشته خو په کابل او نورو ولایتونو کې وروستو خونړیو او هدفي وژنو پړه نه مني.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ د قومندان په غبرګون طالبانو په خپل یوه وروستي بیان کې ویلي چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د امریکا او دوی د ګټو پر وړاندې په افغانستان کې جګړه وکړي او زیاتوي چې په افغانستان کې القایده شبکه نشته ده.

په دې وروستیو کې په دیني بنسټونو، عالمانو او ولسي وګړو له هدفي بریدونو سربېره په افغان امنیتي ځواکونو باندې هم د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي خو په ډېری هغو بریدونو کې چې خونړي او جنګي جنایتونه په کې شوي، وسله والو طالبانو رد کړي دي خو په ورته حال کې زیاتوي چې په افغانستان کې القایده او نورې ترهګرې ډلې نشته دي.

د سیاسي چارو شنونکي وار له مخې د وسله والو طالبانو په نیت شکمن وو او زیاتوله چې دغه وسله واله ډله په دې هڅه کې ده چې خپل بندي شوي جنګیالي یو ځل بیا د جګړې لومړۍ کرښې ته بوځي او د افغان وژنې لړۍ جاري وساتي.

بل خوا د همدې وسله والې ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې به د امریکا او د دوی د ګټو پر وړاندې د القایدې په ګډون هېڅ ترهګره ‌ډله هم برید و نه کړي.

وړمه ورځ د کابل په شیر شاه سوري جومات باندې برید چې د غه مسجد د ملا امام په ګډون یې څلور کسان شهیدان کړل، وسله والو طالبانو یې مسؤلیت و نه مانه او دغه برید یې وغانده. بل پلو د لوګر ولایت مرکزي سیمه تومور کې نا معلومو وسله والو د دریو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي شهیدان کړي دي.

په هرات کې هم ولایتي چارواکو د وسله والو طالبانو لخوا په فیر شوي راکټي برید کې د ۸ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. په دغه پېښه کې یو ملکي وګړی شهید او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ډېری هېوادول نیوکه کوي چې وسله والو طالبانو له امریکایي لوري سره سوله وکړه خو افغان او مسلمان وژنه یې جاري ساتلې ده. په تېرو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو غلچکي بریدنه او هدفي وژنې وروسته له هغه زیاتېږي چې حکومت تازه اعلان کړی چې په را روانو دوو اونیو کې به د طالبانو پاتې ۲ زره نور بندیان هم خوشي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.