The news is by your side.

طالبانو تېرو ۷ ورځو کې ۵۱ پلونه او ۱۶ سړکوونه اړولي

خبریال وېب پاڼه/وسله طالبانو د تېرو ۷ ورځو په ترڅ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۵۱ پلونه او ۱۶ سړکونه اړولي دي.

تېره یوه اونۍ کې وسله والو طالبانو د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۶۱ لوی او واړه پلونه نړولي دي او ۱۵ سړکونه یې هم اړولي دي. دغې ترهګرې ډلې له امریکا سره د سولې له تړون را وروسته افغان وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړولو ته ملا تړلې ده.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه په تېرو ۷ ورځو کې د وسله والو طالبانو لخوا د شویو بریدونو، ویجاړیو او تلفاتو په هکله معلومات خپاره کړي دي. نوموړی وایي چې تېره اونۍ کې طالبانو د ټول هېواد په کچه څه د پاسه ۲۲۲ ترهګریز بریدونه کړي دي. په دغه بریدونو کې شاوخوا ۴۲۲ افغان امنیتي ځواکونو ته د سر زیان اوښتی دی.

فیصل زیاتوي چې طالبان له اور کم او اوربند دواړو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه یې ده چې افغان او افغانستان دواړو ته زیان واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی به په افغانستان کې هېچا ته اجازه ورنکړي چې په امریکایي ځواکونو او په افغانستان کې د امریکایي بنسټونو پر وړاندې برید وکړي. په داسې حال کې چې د چارواکو په وینا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټولو وروستیو خونړیو پېښو تر شا د همدې وسله والې ډلې لاس دی او د ډېری بریدونو پړه یې هم منلې ده.

په دې وروستیو کې په دیني بنسټونو، عالمانو او ولسي وګړو له هدفي بریدونو سربېره په افغان امنیتي ځواکونو باندې هم د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي خو په ډېری هغو بریدونو کې چې خونړي او جنګي جنایتونه په کې شوي، وسله والو طالبانو رد کړي دي خو په ورته حال کې زیاتوي چې په افغانستان کې القایده او نورې ترهګرې ډلې نشته دي.

د امنیت شورا په یوه بل بیان کې هم د طالبانو لخوا وروستیو ترهرګریزو فعالیتونو ته په اشاره هوایي چې دغه وسله واله ډله هڅه کوي په خپلو شومو بریدونو سره د سولې روانې هڅې سبوتاژ کړي. د امنیت شورا ویاند په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه چې طالبانو لا هم خپل تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی او په دې سره یې د سولې لپاره لوی خنډونه را منځته کړي دي.

نوموړي وویل چې د طالبانو پاتې بندیان به هم په نیږدې ورځو کې خوشي شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance