The news is by your side.

د کرونا له امله د الوتکو شرکتونه ۴۵ ملیونه زیانمن شوي

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د هوایي چلند اداره په خپل تازه بیان کې وایي چې د بېلا بېلو هوایي شرکتونو مالکانو د کرونا له امله جوړ شوي جرنتین کې سخت مالي زیانونه لیدلي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشر قاسم وفایي زاده په خپلو ووروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې تر دې دمه د کرونا له امله د هوایي شرکتونو او الوتکو مالکانو ته د کرونا وبا له امله ۴۵ ملیونه ډالره زیان اوښتی دی.

نوموړی وایي چې په دې کې لویه برخه تاوان د کام ایر شرکت کړی دی چې تر نورې زیات ۲۰ ملیونه زیانمن شوی دی. ور پسې آریانا افغان هوایي شرکت ۱۰ ملیونه ډالره تاوان کړی دی او د هوایي چلند ادارې هم په دغې موده کې ۱۵ ملیونه ډالره زیان لیدلی دی.

د هوايي چلن ادارې مشر قاسم وفایي زاده وایي، دغه الوتنې د یوه نوي نړیوال دستورالعمل او د کورونا وېروس مخنیوي په موخه ټولو روغتیایې لارښوونو ته په پام بیرته پیلیږي. ټاکل شوې ده په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ هوایي تګ راتګ پیل شي.

د کورونا وبا له خپرېدو او د کرنتین له رامنځته کېدو سره سم د هوايي چلند صنعت د ژوند د نورو برخو په شان ودرېده او د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم هوايي شرکتونو له همدې امله درانه مالي زیانونه ولیدل.

په تېره یوه میاشت کې په ټوله نړس کې ګڼو هېوادونو بېرته د هوایي تګ راتګ لپاره خپلو هوایي شرکتونو ته د روغتیایي تدابیرو د په پام کې نیولو سټراتیژۍ سره اجازه ورکړه. تمه ده افغانستان هم د دغې هېوادونو په کتار کې راشي او خپل هوایي سفرونه پیل کړي.

د هوایي چلند ادارې د مشر وینا ټاکل شوې ده د هند په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د راتلونکې جولای پورې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي خو نورې الوتنې به پیل شي.

د ښاغلي وفایي زاده په خبره که کابینه د کورنیو پروازونو په اړه هر ډول پرېکړه وکړي، د افغانستان ملکي او هوايي چلند اداره به یې عملي کړي.

له اختر را په دې خوا یو شمېر برخو کې سوداګریز فعالیتونه عادي حالت ته را ګرځېدلي دي او د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو سره خپلې چارې مخته وړي. د هوایي چلند ادارې هم ژمنه کړې ده چې دوی به خپل پروازونه د روغتیا نړیوال سازمان له لارښوونو سره سم پیلوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance