The news is by your side.

بشر حقونو کمېسیون: طالب زندانیانو ازادولو موضوع له موږ سره نه ده شریکه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د طالب زندانیانو خوشې کېدو په اړه بشري حقونو اندېښنه!

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، طالب زندانیانو خوشې کېدو موضوع له دې کمیسیون سره نه ده شریکه شوې.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د طالب زندانیانو خوشې کیدو موضوع له دې کمیسیون سره نه ده شریکه شوې او د طالب زندانیانو خوشې کېدل دې کمېسیون ته انديښنې وړ خبره ده.

یاد کمېسیون ویلي دي چې د طالبانو ډلې خوشې کېدو سره د جګړې قربانیانو حقونه نقض شوي دي.

همدارنګه ټینګار کوي چې د طالب زندانیانو خوشې کېدل او بیرته د جګړې ډګر ته ستنېدل هم د اندېښنې مسلهه ده.

د بشر حقونو کمیسیون د زندانیانو خوشې کېدو په اړه حکومت او طالبانو ته یوه پاڼه استولې وه چې تر اوسه پورې یې دواړو لوریو څخه بېرته ځواب نه دی ترلاسه کړی.

وړاندې تر دې ملي امنیت شورا ویلي وو، چې هغه کسان به له زندان څخه خوشې کیږي په صورت چې فردي حقوق ولري او یا هم که امنیت ملي ته ګواښ ووسي نه به خوشې کیږي.

لا هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو خوشې کېدو خبره روانه ده او ولسمشر هم په تازه ګۍ سره د دوه زره طالب زندانیانو خوشې ژمنه کړې ده.

په دې وروستیو کې چې د زندانیانو د خلاصون لړۍ چټکه شوې ورسره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل پر سر هم بحثونه ګرم شوي دي.

په تازه وخت کې د حکومت مذکراتي پلاوی قطر ته د تللو لپاره هم چمتو شوی.

د زندانیانو د خلاصون لړۍ د پای ته رسېدلو سره سم به د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.