The news is by your side.

شاوخوا ۴۰۰ دیني عالمان د کرونا پر وړاندې مبارزه کوي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا اوس په هېواد کې تر هر کوره رسېدلې ده او تر اوسه یې سلګونه هېوادوال وژلي هم دي.

د ملګرو ملتونو په وروستي بیان کې راغلي چې شاوخوا ۴۰۰ افغان دیني عالمان په ټول هېواد کې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د عامه پوهاوي لپاره همکارۍ ته را دانګلي دي تر څو د دغې وبا د له منځه وړلو لپاره خلک پوه کړي.

افغانستان یوه سنتي ټولنه ده او ډېری وګړي یې په کرونا وبا باندې باور نه لري او پرته له دې چې د دغې وبا پر وړاندې احتیاطي تدابیر مراعات کړي، خپل ورځنی ژوند مخته وړي چې تر ډېره همدغه طبقه خلک د کرونا وبا ښکار شوي هم دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه استازولۍ یا یوناما څخه په خپره شوې خپر پاڼه کې ویل شوي چې ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره یوځای، په افغانستان کې د مذهبي مشرانو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ څخه د ځانونو د خوندي کولو په اړه خلکو ته د دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره ترسره کوي.

ملګري ملتونو هیله څرګنده کړې چې خلک به هم په خپلو منځونو کې په دې اړه یو له بل سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

اوس مهال په افغانستان کې د کرونا وبا له امله په رسمي توګه شاوخوا ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، به داسې حال کې چې په غیر رسمي ډول سلګونه کسان د دغې وبا له امله مړه شوي دي چې لویه برخه یې د زیات عمر کسان دي.

تر دې د مخه یو شمېر مذهبي عالمانو د کرونا وبا پر وړاندې بې تدبیره او بې احتیاطه څرګندونې کړې وې چې د روغتیا پالانو اندېښنې یې زیاتې کړې وې.

په دوی کې ګڼ شمېر دیني عالمانو کرونا پر غرب او کفري نړۍ الهي عذاب یاداوه او په جماعت له لمانځه بندولو سره یې کلک مخالفت ښوده، خو اوس چې د کورونا رسمي پېښې ۲۴ نیم زره او غیر رسمي یې د دغو ارقامو څو چنده ښودل شوي، ګڼو دیني عالمانو د دغې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې مرسته پیل کړې ده چې حکومت یې هم خوشاله کړی دی.

په سیمه او نړۍ کې هم د کرونا مثبتې پېښې او مړینې په خورا چتکۍ د زیاتېډو په حال کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.