The news is by your side.

ولسي خلک: ننګرهارکې اوس هم پاکستانۍ کلدارې کاریږي

خبریال وېب پاڼه / د ننګرهار له مرکز پرته په یو شمیر ولسوالیو کې اوس هم راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کیږي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي وایي یواځې په ښار او یوشمیر ولسوالیو کې د توکو پېر او پلور په افغانیو ترسره کیږي.

دوی وایي، اوس هم داسې ولسوالۍ شته، په کې ډیره راکړه ورکړه په پاکستانیو کلدارو ترسره کیږي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی، ضمیر خان له خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې وویلې، چې ښار سره نښتی د ثمرخېلو له پُل نه ور اخوا ډيره راکړه ورکړه په پاکستانیو کلدارو ترسره کیږي.

ضمیر وایي: ( زه مومندرې ولسوالۍ ته په چکر تلم، خوراکي توکي مې اخسیتل ، ما افغانۍ ورکړې او بېرته یې بقایه کلدارې راکړې او ورته مې وویلې وروره زه کلدارې نه اخلم ماته افغانۍ راکړه)).

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدنکی، ننګیالی بیا وایي، د دې ولایت په روداتو، مومندرې، خوږیاڼو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې دی خپله د کلدارو د کاریدنې شاهد دی.

ننګیالي خبریال ډاټ کام ته وویلې، تر ډیره په ښار کې هم لویه سودا په پاکستانیو کلدارو ترسره کیږي چې په خبره یې دا چاره د ولایت په بې غورۍ دلالت کوي.

جلال اباد ښاریان له حکومت او په ځانګړي ډول له ولایتي ادارې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي او په خبره یې که په دې برخه کې دوی پلټنه او څارنه ونه کړي نو ویره شته، چې یو ځل بیا کلدارو ته  عامه پوهاوی وشي او کاریدنه یې پيل شي.

بل لورته ولایتي اداره هم مني چې په یو شمیر سیمو کې د پاکستانو کلدارو اغیز شته او راکړه ورکړه ترسره کیږي.

د ولایت ویاند عطالله خوږیاڼي له خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې وویلې، چې د دې ولایت په ډیری ولسوالیو کې افغانۍ دود دي خو په خبره یې په یو شمیر ولسوالیو کې په لږه اندازه په کلدارو راکړه ورکړه ترسره کیږي.

خوږیاڼی زیاتوي د دې د مخنیوي له پاره هم  دوی نه دي ناست او هغه کسان چې دوی یې ونیسي قانوني چلند به ورسره وکړي.

د خوږیاڼي په خبره د دوی څارونکي ټیمونه په ټولو ولسوالیو کې په دې برخه کې فعالیت کوي او زیاتوي هیڅ داسې ویره نشته چې څوک دې د پاکستانیو کلدارو دودولو ته په ښکاره کار وکړي.

یو شمیر بیا په دې اند دي چې دلته د توکو د بیو لوړښت د دې لامل شوی چې له افغانیو خلک زړه تورن شي خو یو شمیر بیا په ټینګار سره وایي، که څومره هم بیوزلي راشي نو دوی به خپلې افغانیو ته تر هر بلې پيسې لومړیتوب ورکړي.

وروسته له هغه چې جمهور رئیس په ټول هیواد کې د بهرنیو پیسو په راکړه ورکړه بندیز ولګوه نو ورسره په ننګرهار کې هم د کلدارو پر چلښت بندیز ولګیده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.