The news is by your side.

کرونایي کړکېچ افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۱ سلنه کم کړي

خبریال وېب پاڼه/پاکستاني چارواکي وایي چې د کرونا وبا له راتګ سره افغانستان ته د دغه هېواد په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

سره له دې چې پاکستان افغان تاجرانو ته دغه هېواد ته د صادراتو اجازه نه ورکوي او سلګونه لارۍ تورخم او سپین بولدک کې په اونیو ولاړې وي، اوس د پاکستان دولتي بانک اعلان کړی چې افغانستان ته د دوی په صادراتو کې هم ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی.

د پاکستان دولتي بانک په خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي چې افغانستان ته یې په تېرو لسو میاشتو کې د شاوخوا ۸۰۸ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې دا د تېرو کلونو د همدومره مودې په پرتله د پام وړ کموالی ښیي.

 پاکستان وايي، د روان مالي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې یې افغانستان ته صادرات د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۰ اعشاریه ۸۷ سلنه کم شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بېنک) د راپور له مخې، په ټوله کې د ۲۰۱۹ له جولای څخه د ۲۰۲۰ تر اپریل پورې پاکستان افغانستان ته د څه باندې ۸۰۸ ملیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي خو په تېر کال کال کې په ورته موده کې افغانستان ته د څه باندې ۹۸۵ ملیون ډالرو صادرات کړي وو چې دا افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د ۲۱.۸۷ سلنې کموالي ښودنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا له امله په جوړ شوي ګرځبندیز کې هم پاکستاني لوري له افغان تاجرانو سره ډېر زیاتی وکړ او په تورخم کې یې د زرګونه لارۍ چې افغانستان ته یې مالونه را واردول، بند کړي وو چې ډېرو کمو ته یې د راتګ اجازه ورکوله. په دې سره د هېواد په ټولو بازارونو کې د توکو بیې هم په بې سارې ډول زیاتې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.

د پاکستان مرکزي بانک همداراز وايي چې په مجموع کې ټولو هیوادونو ته په یادو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان صادرات ۲ اعشاریه ۴۰ سلنه کم شوي؛ یعني له ۲۰ ملیارده او ۱۳۴ ملیون ډالرو ۱۹ ملیارده او ۶۴۹ ملیونو ته لږ شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې په دغه موده کې پاکستان له افغانستان څخه د ۱۱۵ اعشاریه ۷۴۷ ملیون ډالرو واردات لرلي چې د تېر مالي کال په پرتله په سلو کې ۲۲ اعشاریه ۴۸ کم دي. د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ مالي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان پاکستان ته د ۱۴۹ اعشاریه ۳۲۲ ملیون ډالرو صادرات لرل.

پاکستان په سیمه کې هغه هېواد دی چې له افغانستان سره د سیاسي ناندریو پر مهال وخت ناوخت خپل هېواد ته تللې لارې د افغان تاجرانو پر مخ تړي چې په دې سره افغانستان ته په ملیونونو ډالره زیان رسوي.

اوس هم له دغه هېواد سره د افغان تاجرانو ستونزې خورا زیاتې دي. پاکستان له هند سره د افغانستان د توکو شریکولو لار هم تړلې ده. واګه بندر له تېرو څه د پاسه دریو میاشتو را هیسې بند دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.