The news is by your side.

برېتانیا کې ۳ میاشتې وروسته خلک بازارونو ته راووتل

خبریال وېب پاڼه / د کرونا ویروس په راتګ سره د نړۍ په ټولو هیوادونو کې بیلابیل ډولونه بندیزونه وضع شول.

په برېتانیا کې هم د کوربندیز موده شاوخوا ۳ میاشتې کیږي دوام لري خو اوس په دې هیواد کې له درې میاشتني ځنډ وروسته خلک بازارونو ته وتلي دي او د پلورنځیو مخې ته یې لیکې جوړې کړې دي.

دوی وروسته له هغې له خپلو کورونو راووتل کله ، چې د برېتانیا حکومت تېره ورځ خلکو ته اجازه ورکړه، چې د غیر ضروري توکو پلورنځي پرانیزي او همدا راز سر خلاصي، هوټلونه، سینماګانې او ژوبڼ هم فعالیتونه پيلولی شي.

پرون د برېتانیا په ډېری ښارونو کې خلکو د پلورنځیو تر شا اوږده کتارونه جوړ کړي وو او توکي یې رانیول.په فرانسه کې هم لویه برخه محدودیتونه لرې شوي دي.

خو د برېتانیا حکومت په خپله پریکړه کې پر خلکو په ټرین او نور عامه ترانسپورت کې د ماسک اچول حتمي کړي او ګواښ یې کړی که له پرېکړې سرغړوونکي ونیول سل یورو به یې جریمه کړي.

حکومت له خلکو غوښتي چې ټولنیز واټن مراعات کړي او صحي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي. په برېتانیا کې د مګړی ۲۹۶۸۵۷کسان په کرونا اخته شوي او ۴۱۷۳۶ کسه یې مړه کړي دي.

بل لورته بیا د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې په کررونا د اخته کسانو شمېر له اتیا لکو یا اتو میلیونو او پنځلس زرو هم واوښت.

د شمېرو له مخې امریکا، برازیل، روس او هند د کررونا ځپلو په سر کې دي او دغه راز په ټوله نړۍ کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله څلور لکه ۳۶ زره ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.

په نړۍ کې بیا کررونا تر ټولو ډېره امریکا سخته ځپلې چې پکې دوه میلیونه یو لک او دیارلس نیم زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي او په دغه هېواد کې له دې ناروغۍ یو لک ۱۶ زره ۱۲۲ کسان مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل دویم ځای لري، چې اته لکه ۸۸ زره ۲۷۱ کسان یې کورونا وېروس نیولي او پکې نږدې ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي دي.

روسیه کې هم پنځه لکه ۳۶ زره شاوخوا کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته او څه باندې اوه زره ترې مړه شوي دي.

کرونا یا کووېډ- ۱۹ لومړی په چین هیواد کې را څرګند شو خو وروسته یې ټوله نړۍ ونیوله او چینایي چارواکو څه موده وړاندې په یاد هیواد کې د کرونا د پوره ختمیدو اعلان هم وکړ.

خو وړمه ورځ یو ځل بیا د چین په مرکز کې په لسګونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او خلک یې ویره کې اچولي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.