The news is by your side.

عام افغانان: ولسمشرغني او عبدالله د شخصي ګټو لپاره ګمارنې کوي

خبریال وېب پاڼه / د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، چې ژر به هغو وزارتونو ته د نوماند وزیرانو نوملړ جمهور رئیس محمد اشرف غني ته واستوي، چې د سیاسي هوکړې له مخې وزیران ورته د ده له خوا ټاکل کیږي.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې شورا رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ جون ۱۴( غبرګولي ۲۵) د ولسي جرګې د رئیس میررحمان رحماني په مشرۍ د دغې جرګې د اداري پلاوي سره په کتنه کې پارلمان ته د کابینې د غړو د معرفي کولو په اړه هم خبرې کړي دي.

د نظر یو شمیر خاوندان بیا پر دا ډول ګمارنو نیوکې لري او وایي، دوی یواځې هغه کسان چې له دوی سره په اړیکه کې دي پر مهمو څوکیو ګماري څو راتلونکي ته پرې خپل ملاتړ پياوړی کړي.

عام افغانان هم د حکومت له ګمارنو او کړنو ناخوښي دي او وایي، بیا هم د تیر حکومت په څير له کشمکشونو ډک حکومت سره مخ دي.

د کابل اوسیدونکی احمد علي وایي، دوی په لومړیو کې هیله لرله چې یو پياوړی حکومت به ولري خو بیاهم له هغه څه سره مخ شول چې دوی یې هیڅ هیله نه لرله.

دی زیاتوي، که حکومت کې دا ډول ګمارنې روانې وي نو ولس به له دوی لاس په سر شي او هیڅکله به نور د دوی ملاتړ ونه کړي.

د لغمان اوسیدونکی میرویس هم د حکومت پر ګمارنو نیوکه لري او وایي، هغه کسان ګمارل کیږي چې ولس ته په خیر نه دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو وروسته پر وروستیو پایلو د ټاکنیزو ټیمونو سختې ناندرۍ رامنځته شوې.

میرویس وایي عبدالله عبدالله دې هم له تبعیضي ګمارنو تیر شي او یو ټولمنلی لېست دې ور وسپاري ځکه د ده په باور اوسني وړاندې شوي لیستونه او ګمارنې ډیری خپلوان او ملګري وي.

په لومړیو کې محمد اشرف غني بریالی اعلان کړای شو خو عبدالله عبدالله ورسره همهاله د بریالیتوب اعلان وکړ او په یوه ورځ یې ورسره د لوړې مراسم ترسره کړل.

د دواړو مشرانو ترمنځ له ډیرو هڅو وروسته د حکومت په نیمایي کیدو پریکړه وشوه چې ولسمشر غني به ۵۰ سلنه په حکومت کې عبدالله عبدالله ته په واک ورکول کیږي.

عام افغانان او دنظر خاوندان نه یواځې په وروستیو ګمارنو نیوکې لري بلکې د دې ترڅنګ په حکومت کې پر سرپرستۍ هم نیوکې لري چې د دوی په خبره کلونه کیږي دوی ترې ځوریږي.

د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ ویشل شوی حکومت او سیاسي هوکړه به څومره د ولس او هیواد په ګټه بریالۍ تمامه شي دا لا معلومه نه ده خو له لومړیو نا بریالۍ لیدل کيږي او خلک هم ترې نا خوښ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance