The news is by your side.

افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره خونړی هېواد

خبریال وېب پاڼه/ ملګرو ملتونو سازمان وايي افغانستان پنځه پرله پسي کلونو کې د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره خونړۍ هېواد دی.

افغانستان پر له پسې پنځم کال کې د نړۍ په کچه د ماشومانو له پاره خونړۍ هېواد وپېژندل شو.

د ملګرو ملتونو سازمان په راپور کې ویلي دي چې افغانستان همدارنګه د ماشومانو له پاره یو خونړۍ او خطرناکه هېواد دي.

د دې سازمان په کلني راپور کې د جګړې ماشومانو تر عنوان لاندې راغلي چې په دوه زره او نولسم میلادي کال درې سوه زره افغان ماشومان وژل شوي دي او همدارنګه ډېری ماشومان وسله والو، ماین چاودنو او انتحاري بریدونو کې معیوب شوي دي.

دا سازمان د دې تلفاتو له دولس سوه څخه زیات تلفات طالبانو پورې تړلي دي داعش هم د دې بریدونو مسؤول پېژندل شوي دي او امنیتي ځواکونه هم د تلفاتو کې شامل دی.

مخکې له دې یونیسف هم ویلي وو افغانستان کې اته اشاریه دولس میلیونه ماشومان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو څخه د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي چې اته اعشاریه دولس میلیونه ماشومان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا د کار نړیوال سازمان او د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق نوی راپور ښکاره کوي چې د کووېډ نولس ناروغۍ د ناروغانو د کار زیاتوالي لامل شوې ده.

د دې راپور په بنسټ له ٢٠٠٠ز کال نه را په دې خوا څلور میلیونه کاریګر ماشومان له کارونو څخه خلاص شوي خو تر اوس د کرونا ویروس خطر زیاتوالي بیا د ماشومانو کارونو زیاتوالی لامل شوی دی.

د نړیوال اټکل په بنسټ په ٢٠٠١٧ کال کې یو سلو دوه پنځوس ماشومان په ټوله نړۍ کې په کار باندې بوخت ول په راپور کې راغلي دي چې د ښوونځیو تړل کېدو له امله یو میلیارد ماشومان د نړۍ په یو سلو دېرش هېواد کې اغېزمن شوي دي.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې اوس مهال افغاني ټولنه کې د کرونا ویروس خپل شدت پړاو ته رسېدلی دی او ښوونځي هم رخصت شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance