کونړ کې ځایي خلکو د ځنګلي پړانګ ۳ بچي موندلي

خبریال وېب پاڼه / په ختیځ کونړ ولایت کې کونړ کې چارواکي وایي ځایي خلکو په مرسته یې د ځنګلي پړانګ درې بچي موندلي دي.

چارواکي وايي د پړانګ دغه بچي یې  د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ د شوړیک درې په ځنګلونو کې نیولي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي د پړانګ دا موندل شوي بچي به د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د لارښونو سره سم ملي ژوبڼ او یا هم ځنګل لرونکو سیمو کې خوشې شي.

ځایي خلک  بیا وایي د کونړ ځنګلونو کې اوس هم داړونکې ژوي شته او وخت ناوخت د دوی د مالونو په رمو بریدونه کوي.

دوی وایي، که حکومت د کونړ امنیت او دغه راز د غرونو په ساتنه کې پام ډیر وکړي ډیر داسې ژوي به ومومي، چې په ژوبڼ کې به یې خلک لیدو ته ورځي.

دوی وایي، اوس هم د حکومت د بې غورۍ له امله په کونړ کې د ځنګلونو چورتالان روان دی او دا ښايي د ډيرو ځنګلي حیواناتو د ورکیدو لامل شي.

خو والي میزرکوال بیا په ډاډ سره د کونړ د امنیت ساتنې خبره کوي او وایي، ژمن دی چې د دې ولایت د جغرافیې ساتلو مسوولیت ادا او امنیت یې وساتي.

نوموړی وایي له امنیت سره سره به په پرمختیایي چارو، ځنګلونو بیا احیا، قاچاقو مخنیوي او د ځنګلي ژویو د ساتلو په برخه کې هم خپلې هڅې وکړي خو په خبره یې چې که ولس ورسره همکاري وکړي دوی به بریالي شي.

نوموړي د سیمې د خلکو هم مننه وکړه، چې د یادو ژویو په سپارلو کې یې ورسره همکاري وکړه او د ملي مسوولیت له مخې یې دولت ته وسپارل.

کونړ ولایت چې ډیری سیمي یې ځنګلونه لري، د ځنګلونو وهلو، جګړو او بمباریو له امله ځنګلي ژویو نورو سیمو ته کډه کړې، خو په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم بېلابېل ډولونه ځنګلي ژوي شتون لري.

چارواکي وایي هیڅوک نشي کولای د ژویو غیر قانوني ښکار ترسره کړي.

په کونړ کې د ځنګل وهنې په اړه کلونه کیږي چې شکایتونه موجود دي آن تر دې چې له کونړه د هیواد نورو ولایتونو ته د لرګیو په وړلو پوره بندیز شته خو بیاهم ځایي خلک وایي په ځنګلونو چورتالان روان دی او په بیلابیلو لارو په غیر قانوني ډول قاچاق کیږي.

کونړ ځنګلزاره سیمې نه یواځې دا چې د ځنګل وهنې راپورونه ترې ډیر خپریږي وخت ناوخته د پاکستاني پوځیانو له لوري هم په یادو سیمو راکټي بریدونه کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum