The news is by your side.

اندرابي: ۶۷۵ ميليون افغانيو په ارزښت ۱۵ ميليونه ليتره تېل سپما شوي

خبریال وېب پاڼه/ د کورنيو چارو وزارت کې اصلاحات روان کال ۲۰ ميليونه ليتره تېل سپما شوي!

د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي په خپلې ټوېټر پاڼه ليکلي چې په دې وزارت کې د اصلاحاتو پروسه په چټکۍ روانه ده او پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

اندرابي وايي، د کورنيو چارو وزارت د موټرو لپاره د جي پي ايس سيستم په نصبولو سره مو وکولی شول د ملي پوليسو له موټرو څخه د ناسمې استفادې مخه ونيسو.

د نوموړي په وينا، د موټرو او جنراتورونو لپاره د يو منظم سيستم په رامنځته کولو او څار سره مو وکولی شول روان کال تر دې دمه د ۶۷۵ ميليون افغانيو په ارزښت د ۱۵ ميليونه ليتره تېلو سپما وکړو.

انداربي وايي زموږ وړاندوينه او توقع دا ده چې د کال تر پايه به د همدې سيستم پر اساس وکولی شو ۲۰ ميليونه ليتره تېل سپما کړای شو.

وړاندې تر دې د ملي پوليسو د موټرو بې ځايه تګ راتګ او ناسمه استفاده او د برېښنا پر ځای له جنراتورونو څخه په استفادې ډېر لګښت راتلو.

تازه د سيګار په يو بل راپور کې ويل شوي چې په کورنيو چارو وزارت کې اصلاحات د دې لامل شوي چې د تېر کال په پرتله د پوليسو ليکو ته د ښځينه پوليسو په جلب و جذب کې ۱۷ سلنه زياتوالي راشي.

سیګار په خپل راپور کې د افغانستان د ځانګړو پولیسو قومندانۍ په حواله په امنیتي او دفاعي لیکو کې د جنسیتي چارو د ښه والي خبر هم ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.