The news is by your side.

پاکستان اوس له ترهګرۍ سربېره اقتصادي قتل هم پیل کړ

خبریال وېب پاڼه/د کوزې پښتونخوا مشهور پښتون سیاستوال په پاکستان باندې د چمن دروازې د تړلو له امله توندې نیوکې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او د کوزې پښتونخوا مشهور پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو وروستیو څرګندونو کې د تورخم او سپین بولدک لارو د نه خلاصولو له امله په پاکستان توندې نیوکې کړې دي او دغه هېواد یې د پښتون پر وړاندې له ترهګر سالارۍ سربېره د دغه لوی قوم اقتصادي قاتل هم بللی دی.

نوموړی په خپله ټویټر پاڼه وروسته له هغه پر پاکستان توندې نیوکې کوي چې په ډیورینډ کرښه باندې د چمن، سپین بولدک او تورخم لارې د پاکستان له خوا له افغانستان سره د ټولې اقتصادي راکړې ورکړې پر مخ تړل شوې ده.

په دې وروستیو کې د کرونا وبا له امله په جوړ شوي کرنتین کې پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي او د تګ راتګ لپاره ورباندې اجازه نشته ده. دوه میاشتې وړاندې د اپریل په شپږمه نېټه د هغو افغانانو پر وړاندې چې په کوزه پښتونخوا او پاکستان کې بند پاتې وو، د دریو ورځو لپاره پرانیستل شوه چې ورسره په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې پېښې هم زیاتې شوې.

پاکستان او ایران په سیمه کې دوه هغه هېوادونه دي چې د جلا جلا موخه لپاره د لوی افغانستان لپاره وخت نا وخت سرخوږی جوړوي او یا د افغانستان په کورنیو چارو کې مستیقمه یا غیر مستفیمه لاسوهنه کوي.

افراسیاب خټک په خپل ټویټ کې وایي چې د سپین بولدک او تورخم لارې د دې لپاره تړل شوې دي چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو او پښتنو مېوې او سبزیجات له خڅلاو څخه پاتې شي.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان حکومت د افغان دوښمنۍ بېلګه ده. خټک پاکستان ته په اشاره وایي چې ترهګري بس نه وه چې اوس مو د دغه ټبر اقتصادي قتل ته هم را ودانګل.

ښاغلي خټک په نورو پښتنو مشرانو او سیاستوالو باندې هم غږ کړی دی چې د دغې ستونزې لپاره غږ اوچت کړي او خپله چوپتیا ماته کړي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر محسن داوړ هم په خپله ټویټر پانه د پي ټي ام د غړو د لاریون انځورونه پورته کړي دي چې د تورخم، چمن او سپین بولدک د لارو خلاصلو لپاره یې کړی دی او له پاکستان څخه یې د دغه لارو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.