The news is by your side.

فرهان؛ یوه مغرضه کړۍ په بورډ کې ستونزې جوړوي

خبریال وېب پاڼه – د کرېکټ بورډ مشر په خپلو تازه څرګندونو کې وایي چې په دغه اداره کې د پخواني مشرتابه ټیم ځینې مغرضې کړۍ په دې هڅه کې دي چې بورډ یو ځل بیا د تېرو ترخو تجروبو ښکار کړي.

د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وایي چې په دغه اداره کې د پخواني مشرتابه ټیمونو ځینې مغرضې کړۍ په دې هڅه کې دي چې بورډ یو ځل بیا د تېرو ترخو تجروبو ښکار کړي او دلته د خپلو شخصي موخو لپاره د لوبغاړو تر منځ بانډ بازۍ جوړې کړي.

فرهان یوسفزي په خپله ټویټر پاڼه اوږد متن خپور کړی دی او زیاتوي چې دی به پرې نه ږدي چې په دغه اداره کې یو ځل بیا د خود غرضیو له امله کرېکټ بورډ او سپورټ بدنام شي.

نوموړی وایي:

((دا چې له کومې مودې راهیسې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه دنده راسپارل شوې له کومو ټیټوـ ژورو، د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له کومو خنډونو او د کرکټ د پياوړتیا او پرمختیا لپاره د هلو ځلو پر مهال ‏د ځینو منحوسو کړیو او افرادو له دسیسو سره مخ شوی یم ؟ او څرنګه مې پر وړاندې په کلکه دفاع کړې؛ غواړم تاسو ټولو درنو ته یو څه واضح او سپین سپین ووایم.

د کرکټ مافیا له منځه وړلو، د کرکټ ویجاړونکو ګوښه کولو او له ډګره د منحوسو کړیو لرې کولو او د پخوانیو چارواکو د دوسیو څېړنې ته مي لومړیتوب ورکړی ده.

همدارنګه مو همېشه د روڼ مالي سیستم پر رامنځته کولو، د ملي لوبډلې واحد غږ اوچتولو او ځوانې لوبډلې رامیدان ته کولو د لوبغاړو پر ډسپلین ‏تکړښت او کارکردګۍ او اتحاد تمرکز کړی دی او هره پرېکړه چې کوو نو دا زه تاسو ته بشپړ ډاډ او اطمینان درکوم چې یوازې به د ګران هېواد د ملي ګټو او د ادارې د ارزښتوو ساتلو لپاره وي او دغه ملي مسیر به هیڅکله هم پرېنږدم.
خو له بده مرغه په اداره او له ادارې بهر یو شمېر داسې مضرې کړۍ موجود‏ې دي چې د اصلاحاتو له رامنځته کېدو سره د دوی ګټې به خطر کې دي،
نه غواړی کرکټ مو د بریا تر څوکو ورسیږي، نه غواړي افغان کرکټ یوه خوله واوسي او نه غواړي حتی د افغانستان بیرغ د نړۍ په ډګرونو کې وځلیږي.

یو شمېر بیروني کسان چې حتی د بهرنیو هېوادونو له لوری ورته د افغان کرکټ د بدنامۍ ‏اجنډا ورکول کېږي،
دوی هم اوس راغلي چې له افغان کرکټ دفاع وکړي، دا د دوی لپاره ستر خیانت دی چې له خپلې مور افغانستان سره یې ترسره کوي.

په دغو کسانو کې له بده مرغه د ژورنالېزم د درانه او باعزته ادرسه یو شمېر داسې کسان هم موجود دي چې د خپلو منحوسو او مضرو ملګرو د راتګ ‏بیا راتګ لپاره هر ډول دسیسو ته لمن وهي او د خپلو منحوسو ملګرو په اشاره هر ډول ته نڅا کوي.
د بېلګې په ډول یې درته وایم ، کله چې د تېر نړیوال جام پر مهال چې په اداره کې پخوانی مشرتابه شتون درلود، د دوی له ډلې یې یو شمېر ورته افرادو د دې پر ځای چې د لوبډلې پر یووالي.

‏واحد غږ او د افغانستان پر غوره استازیتوب تمرکز وکړي؛ له بده مرغه حتی دوی هم د یو بل پر وړاندې د لوبغاړو لمسولو ته لومړیتوب ورکړی و او حتی د پردیو په اشارې یې پر مختلفو بدرنګو او لمسونکو سوژو کار وکړ

ښاغلی یوسفزی وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې نن سهار هم خبریال په دغه اداره کې د ورته ستونزو په هکله تفصلي لیکنه خپره کړې وه.

نوموړی همداراز وایي چې اوسمهال مو هر څه په ښه ډول مهار او مدیریت کړي نو په وینا یې دغه منحوسې څېرې یو ځل بیا را پورته شوې او د شومو دسیسو تر شاه د ادارې د مشرتابه د را پرځولو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې کرېکټ بورډ د نسیم الله دانش له ګوښه کېدو را په دېخوا په څلورو کلونو کې څلور مشران تجربه کړل چې پیل یې په پاکستان کې اوسني سفیر عاطف مشعل وکړ. په نوموړي باندې د هماغې دورې د بورډ د یو شمېر مشرانو لخوا نیوکې وې چې په دغه اداره کې یې د لوبغاړو تر منځ خلا ګانې را منځته کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.