The news is by your side.

افغان بزګران او د پاکستان رذالت

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په هر ځای کې چې د پاکستان نوم واخيستل شي د ټولو وګړو په ذهن کې د دوه مخيتوب، شيطانت او دوښمنۍ انځور راګرځي.

دغه هېواد (پاکستان) چې له زېږېدو راهیسې تر ننه پورې يې له افغانستان سره بې پايايه دوښمني ده او په هر وخت او هر ډګر کې يې خپله سپۍ دوښمني تر سره کړې ده.

د تاريخ په هر دور کې يې داسې رزالت او دوښمني تر سره کړي چې افغانان يې د پولۍ ټک ته کينولي.

خبره د پاکستان د رزالت او دوښمنۍ ده اوس يې بيا هم د افغان بزګرانو د توليداتو مېوو، سزيجاتو په مخ ټولې دروازې تړلي نه پرېږدي چې افغان بزګران خپل مالونه صادر کړي، له هغوی سره يې د تل په څېر بيا دوښمني پيل کړي.

نه غواړي د افغان بزګرانو مالونه نورې نړۍ ته ولاړ شې، نه پریږدي چې د ښه اقتصاد خاوندان شي لکه د تل په څېر دا يې نيت دی چې زموږ د بزګرانو مالونه خوسا، وارسته او له منځته ولاړ شي او دی بېرته په موږ خپل خوسا شوي شيان په څو چنده ګران وپلوري.

که څه هم د پاکستان له خوا افغانستان ته له ټولو لارو واردات کيږي او د پاکستان ټولو مالونه افعانستان او له دې لارې نورې نړۍ ته ځي، خو پاکستان په ډېرې سپين سترګۍ د سپین بولدک او تورخم لارې تړلي د افغان بزګرانو مالونو ته اجازه نه ورکوي چې صادر يې کړي.

د سپين بولدک او تورخم بندرنو تر مخ د افعان بزګرانو په سل ګونو بار لارۍ ولاړې دي په زر ګونو ټنه مېوې او سبزپجات يې خراب شوي.

په ميليونونه ډالر تاوان ورته رسېدلی که لارې همداسې بندي پاتې شې په اټکلي ډول به افغان بزګرانو ته ۵ زره لکه تاوان ورسيږي، چې بيخي زيات او نه جبرانيدونکی تاوان دی.

بايد د دولت له لوري يې غمه وخوړل شې، بايد د پاکستان دې دوښمنۍ او رزالت ته د پای ټکی کېښودل شي.

او کنه نورې بدیلې لارې دې ورته ولټول شي کنه ستر اقتصادي ناورين به رامنځته شي.

ځکه تر ۷۰ سلنه زيات افغانان په کرونده بوخت دي همدا يې ټول کلنی عايد دی.

بل خوا بيا افغان دولت هم دومره قوي اقتصاد نه لري چې له ټولو کروند ګرو سره دې مرسته وکړي او د هغوی تاوان دې بريا کړي.

نو ښه لار يې دا ده چې لومړی بايد د سپين بولد او تورخم لارې خلاصې شي او له دې لارو صادرات پيل شي.

که دا لارې نه خلاصيږي بايد نورې بدیلې لارې ورته وکتل شي تر څو افغان بزګران خپل مالونه صادر کړي.

او بله دا چې افعان حکومت هم بايد پاکستان ټول ورادات بند کړي او يا ډېر لوړ محصول پرې وضع کړي.

که د پاکستان ورادات بند شي هغوی ته به لوی اقتصاد تاوانونه ورسيږي او دې ته به مجبور شي چې خپله په زاريو پيل وکړې او دغه لارې خلاصي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.