The news is by your side.

لندن ته څېرمه ریډینګ کې د چړو برید – تلفات اوښتي

خبریال وېب پاڼه – د لندن په سویل لوېدیځ کې څېرمه ښارګوټي‌ ریډینګ کې په یوه مېله ائیز پارک کې پر عامو وګړو د چړو برید وشو . په برید کې د ګڼو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی ، البته عیني‌ شاهدان وايي چې لږ ترږه ددرې کسان یې لیدلي‌چې په ډېر بد حالت کې وو او ښايي وژل شوي‌وي ؛ خو تر اوسه لا دا خبره پولیسو نه ده کونفورمه کړې . د تلفاتو شمېر نور هم زیاتېدای شي .

د تیم ویلي ‌پولیسو د پېښي پخلی کړی او ویلي‌یې دې چې په دغه برید کې ځیني عام وګړي ټپیان شوي‌دي ، خو د تلفاتو دقیق شمیر یې نه دی ښودلی.‌

پېښه د  Forbury Gardens, park فوربوري ګارډن پارک سره شوې چې د ریدینګ ټاون سینټر کې دی .

په لندن کې د خبریال وېب پاڼې همکار نجیب خان وايي چې پولیسو له عامه خلکو غوښتنه کړې چې ددې پېښي د ویډیو ګانو له خپرولو دې ډډه وکړي او که څوک د پېښي‌په تړاو شواهد ولري (۹۹۹) سره دې شریک کړي.

په دغه پارک کې تر برید وړاندي د Black Lives Matter یا د تورانو د ژوند په تړاو مظاهره وه هم وشوه خو پولیس وايي چې د چړو دا برید له هغه مظاهرې سره تړاو نه لري .

خبریال وېب پاڼې ته عیني‌شاهدانو ویلي‌چې د ریډینګ پولیسو یو کس د برید په تور نیولی خو لا هم روښانه نه ده چې ددغه برید تلفات به څومره وي .

عیني شاهدان وايي چې ایمبولانس الوتکې د پېښي د ځای سره په خوا کې کښېنوستلې او د پولیسو د ګاډو سره سره د پولیسو څرخکې پر سیمه ګزمه کوي .‌

خلک د پېښي ‌له ځای نه لیري کړل شوي‌او تر ډېره سیمه د پولیسو په کنټرول کېده .

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیري‌ پریټي پټیل په برید اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پېښه به په جدي ډول څېړل کېږي .

دا په بریتانیا کې د خپل نوعیت تر ټلو درنه پېښه ده چې په ریډینګ ښارګوټي کې شوې ده .

د یادولو وړده جې تر دې واندي هم په بریتانیا کې د چړو بریدونه ښوي ‌دي چې وروستی هغه یې د لندن له پارلمان سره تېر کال وشو چې ځیني کسان ورکي ووژل شول .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance