The news is by your side.

د ځانمرګو بریدونو مخالف مفتي‌ نعیم کرونا وایرس وژلی

خبریال وېبپاڼه – د پاکستان مشهور دیني عالم مفتي نعیم د شنبې په شپه ناوخته د پاکستان د کراچۍ ښار یوه روغتون ته پر لاره مړ شو؛‌ خبریالان وايي چې هغه د کرونا ناروغي نیولی وو خو  کورنۍ یې د مرګ سبب د سږو ناروغي او د زړه دوره بللې ده.

مفتي نعیم د کراچۍ د مشهورې دیوبندي دیني مدرسې جامعه بنوریه مشر وو او په مدرسه کې یې د پاکستان په ګډون د افغانستان او نورو هېوادونو په زرګونو طالبعلمان دیني زدکړې کوي.

نوموړی په 1958م کال کې پیدا شوی وو او یوڅلوېښت کاله مخکې په 1979م کال کې یې بنوریه مدرسه جوړه کړې وه. هغه یو معتدل دیني عالم ګڼل کېده چې په مدرسه کې یې د دیني علومو تر څنګ کمپیوټر ساینس، انګرېزي او نور معاصر علوم هم ور ښوول کېدل.

مفتي نعیم درې کاله مخکې له ځینو نورو دیني عالمانو سره په یوه غونډه کې د ځانمرګو بریدونو په ضد فتوا ورکړې وه او ویلي یې وو چې ترهګري او جهاد فرق لري.

مقتي نعیم که څه هم د ځانمرګو بریدونو مخالف وو خو بیا یې هم له مدرسې نه ځیني طالب قوماندانان فارغ شوي وو.

په پېښور کې د خبریال وېب پاڼې همکار اجمیر خان وايي چې مفتي نعیم څو ورځې وړاندې له کرونا وایرسه د رغېدلو ناروغانو د وینې د پلاسما خرڅول حرام ګڼلي وو او نوموړي ویلي وو چې دا باید ناروغانو ته مفته ورکړل شي.

ددغه مفتي‌ مړینه دپاکستان لپاره لویه ضایعه بلل شوې او هغه د پاکستان د ګټو پالونکی خو یو معتدل ملا بلل کېده .

کرونا وایرس اوس په پآکستان کې په پراخه کچه مخ په خپرېدو دی او هره ورځ یې تلفات مخ په لوړه خي .

په پاکستان کې په تېرو څلیرویشتو ساعتونو کې (۶۶۰۴ ) کسان کرونا وایرس نیولي‌ او (۱۵۳) نور یې وژلي دي . په پاکستان کې د کرونا وایرس ټولي پېښي (۱۷۱۶۶۶)کسان نیولي‌ دي‌.

بل اړخ ته په پآکستان کې هم خلک د کرونا وایرس مړیني پټوي او د نورو ناروغیو نوم ورکوي .   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.