The news is by your side.

د قراردادونو نوي‌کول – د ارګ استازی او وزیران نن ایران ته ځي 

خبریال وېبپاڼه – د حنیف اتمر په مشري‌ د کار او اشتماعی امورو وزېر ؛‌د ارګ استازی کبیر عیساخیل ؛‌ د دریو وزارتونو معینان او ځیني‌ ریسان نن ایران ته په دې موخه سفر کوي‌چې هلته به ډېر مهم قراردادونه له ایراني‌ چارواکو سره امضا کړي .

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې خبریال وېب پاڼې ته وویل چې حنیف اتمر به هڅه وکړي‌ چې د افغانستان په خلاف د ایران پارېدلې غسه نرمه کړي ‌او درې قراردادونه له ایران سره لاس لیک کړي .‌

د افغانستان حکومت او پخپله د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هڅه کوي‌ چې په دغه سفر سره په کور دننه او له افغانستان نه بهر د نړۍ په لر او بر کې د افغانانو را پارېدلې غوسه او خفګان لیري‌کړي .

د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د قراردادونو سره سره د حنیف اتمر د سفر یوه موخه داده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي‌سمې کړي‌.

د شنونکو په باور په کار وه چې په ایران او له افغانستان سره په پوله د دغه هېواد لخوا د شویو جنایتونو په هکله پر وخت پوښتنه شوې وی او په کابل کې د ایران سفیر د پوښتنې لپاره احضار شوی وی، خو حکومت داسي څه ونه کړای شول نه یوازې سفیر احضار نه کړ بلکې د دغو پېښو په هکله یې ډېر محطاطانه غبرګون وښود.

په تېرو دوو میاشتو کې ایران لسګونه افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی په لومړي څه د پاسه ۵۸ افغان مهاجرین له افغانستان سره په ګډه پوله شکنجه او بیا یې د هریرود سیند ته ګوزار کړل، چې په دې کې تر نیمایي زیات شهیدان شول او ډېر کم کسان له دغې پېښې څخه ژوندي ووتل.

دویم جنایت یې د ایران په یزد ولایت کې د افغان مهاجرینو موټر ویشتل او هغه ته اور ورته کول وو چې دری کسان په ډېره بې رحمۍ په کې وسوځېدل او یو شمېر نور په کې سخت ټپیان شول. هېره دې نه وي چې ټپیان په روغتونونو کې هم ولچک شوي وو چې دې کار د ټولو افغانانو توند غبرګونونه را وپارول.

په یو شمېر اروپایي او امریکایي هېوادونو کې هم د ایران د جنایتونو پر وړاندې لاریونونه وشول او دغه کار یې په کلکو ټکو وغانده.

که څه هم په ښکاره د دغې سفر په هکله بشپړ جزیات نه دي وړاندې شوي خو تېره اوونۍ ولسمشر غني د بهرنیو چارو سرپرست ته سپارښتنه کړې وه چې ایران ته لاړ شي او په دغه هیواد کې د کډوالو پر موټر د ایراني ځواکونو له لوري د ډزو په پایله کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي.

خو اوس د بهرنیو چارو وزارت سرچینو دا خبره خبریال وېی پاڼې ته واضحه کړه چې د سفر هدف د دریو قراردادونو نوي کول دي‌ د افغان مهاجرینو پوښتنه نه ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.