The news is by your side.

له رحیم شاه وروسته ګلزار علم هم په کرونا اخته شو

خبریال وېب پاڼه/د پښتونو ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې په خپله ټویټر پاڼه لکلي دي چې د پښتو د خوږ ژبي سندرغاړي ګلزار عالم د کرونا ټېسټ مثبت راغلی دی.

څو ورځې وړاندې د پښتو او اردو ژبې د نوم وتي سندرغاړي په کرونا باندې د اخته کېدو خبر رسنیز شو، اوس تازه د پښتو خوږ ژبي سندرغاړي ګلزار عالم د کرونا ټېسټ هم مثبت راغلی دی.

ګلزار عالم له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي، سره له دې چې زیات پام مې کاوه، خو بیا هم په دغې نړیوالې وبا باندې اخته شوم. نوموړی زیاتوي چې په تېره روژه کې یې د مور له وفات کېدو سره ډېری خلک فاتحې ته ورتلل، نو په خبره یې ښایي له همدې لارې په کرونا ناروغۍ اخته شوی وي.

ګلزار عالم د پښتو ژبې لپاره د هنر بله ډېوه بله کېږي چې تر اوسه یې سلګونه سندریز البومونه خپاره سشوي دي. د عالم په خبره تر اوسه یې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سندرې خپرې شوې دي، چې دا شمېر سندرې تر بل هر پښتون سندرغاړي زیاتې بلل کېږي.

ځو ورځې مخکې د پښتو او اردو ژبې مشهور سندرغاړى رحيم شاه هم په کورونا ويروس ناروغۍ اخته شوى ؤ. نوموي په خپل یوه ټویټ کې ويلي وو چې د هغه د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى او پر خپلو مینه والو غږ کړی ؤ چې دا ناروغي ټوکې مه ګڼئ او د خپلې روغتیا خیال وساتئ.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کرونا وبا په پاکستان او لوی افغانستان کې هم په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او تر اوسه یې زرګونه کسان نیولي دي، چې لویه برخه یې د زیات عمر لرونکي کسان جوړوي.

رحیم شاه په خپل پیغام کې خلکو ته ویلي وو، چې کورونا ويروس ټوکې نه دي، په خپلو کورونو کې پاتې شئ او له ځان سربېره د خپلې کورنۍ سره احتياط وکړئ، تر څو له دغې نړیوالې وبا څخه په امان پاتې شئ.

ګلزار عالم هم په خپلو مینوالو غږ کړی چې روغتیا ته یې دوعاء وکړي.

په ورته کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرې ثناء اعجاز هم وایي چې ګلزار عالم د ترهګرۍ په دوره کې په خپل وطن پاتې شو او د خپل آواز له لارې یې د مینې سندرې وویلې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.