The news is by your side.

سټیفانو: طالبان په تاوتریخوالي خپل امتیاز ډېرولی نه شي

خبریال وېب پاڼه/د ناټو نوي ملکي استازي یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې له طالبانو څخه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

د ناټو نوي ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو یو ځل بیا په خپلو وروستیو څرګندونو کې له طالبانو څخه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده. نوموړی زیاتوي چې طلبان که فکر کوي چې په تاوتریخوالي به امتیازات زیات واخلي، نو دا انګېرنه یې ناسمه ده.

ناټو وروسته له هغه په طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو غږ کوي چې دغې وسله والې ډلې له امریکا سره د سولې له تړون او بیا د کرونا له راتګ سره سره د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم نه کړ او تر اوسه یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یو شمېر سیاسي شنونکي وایي چې روانو حالاتو ته په کتو ښایي سخته وي چې ومنو موږ یو ښه لوري ته روان یو. په ظاهره د سولې روانې خبرې که څه هم ځینې خلا ګانې لري، خو یوه هیله بښونکي لوري ته روانې دي. په ورته وخت کې له کوچني اختر وړاندې او وروسته په هېواد کې د جګړې د تکتیک چټک بدلونونه د یوې بلې نا اعلان شوې جګړې بوی هم له ځان سره لري.

په اختر کې له دری ورځني اوربند څخه وروسته په ظاهره داسې ویل کېدل چې طالبان به تر بین الافغاني مذاکراتو پورې خپل نا اعلان شوي اوربند ته دوام ورکوي خو په څو ورځو کې دا ادعا غلطه ثابته شوه او پر افغان امنیتي ځواکونو له بریدونو سربېره یې پر ملکي وګړو، روحاني شخصیتونو، وتل شویو او مدني څېرو باندې یې بریدونه پیل کړل. طالبانو په ظاهره دا بریدونه هم ردول او غندنه یې کوله خو حکومت په وار وار ویلي چې د هرې پېښې تر شا د طالب او حقاني شبکې لاس دی.

سټیفانو وایي وسله والو طالبانو د تمې خلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی چې په خبره یې دا د منلو وړ نه دی او د بین الافغاني مذاکراتو بهیر زیانمنولی شي.

نوموړی زیاتوي چې طالبان باید د له امریکا سره په تړون کې خپلو کړو هوکړو ته ژمن پاتې شي او د تاوتریخوالي کچه په تدریجي ډول را کمه کړي. ناټو وایي چې د افغان سولې بشپړ ملاتړی دی او دوی به هڅه کوي چې په دې برخه کې تولې آسانتیاوې برابرې کړي.

د ناټو ملکي استازي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې اجازه به ورنکړي څوک په افغانستان کې د دوی شل کلنې لاسته راوړنې له منځه یوسي او زیاتوي چې له افغان حکومت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance