د افغاني تلویزونونو له خوا د بهرنیو سریالونو خپرولو منفي اغېزې!

خبریال وېب پاڼه/ تلویزیونونه چې تر ډېره د خلکو له روانو حالاتو د خبر او همدارنګه د ټولنې د اصلاح په برخه کې مهم رول لوبوي او د خلکو ذهن په مستقیم ډول نظر نورو رسنیو ته اغېز په کوي، نو په ټوله کې رسنۍ د انساني ژوند یوه اړتیا ده او هېڅ داسې یوه ټولنه نشته چې هغه له رسنیو څخه استفاده ونکړي! چې تر ډېره دغه رسنۍ له مختلفو ګوندونو، له خوا حمایه کېږي؛ خو تر ډېره په ټوله نړۍ کې چې د اغېز یې زیات دی یا یې چې د لیدو پوښښ زیات دی هغه ترکي او هندي رسنۍ دي چې ډېر شهرت یې پیدا کړی. لکه د بالیوډ فلمونه او ترکي سریالونه چې نېږدې ټوله نړۍ کې زیاته مینوال لري.

او په همدغه فلمونو او سریالونو کې تر ډیره دوی پکې خپل مذهب او کلتور ته هڅونه کېږي.

دغه فلمونه او سریالونه زموږ په ټولنه چې یوه اسلامي حیاناکه او باغیرته ټولنه ده مستقیم ناوړه اغېز کوي او کړې یې ده چې ځینې یې د ساري په توګه یادولی شو.

۱ــ مذهبي اغېز:

د هند په فلمونو کې تر ډیره خپل مذهب خلکو ته د فلم په ذریعه خلکو ته ښایي او خپلو عقایدو ته پکې بلنه شوې، چې دغه کړنې زموږ د مذهب سره مستقیم ټکر لري، او دغه کار زموږ په ځوان نسل باندې سخته ناوړه اغېز کړې او کوي یې.

مثال:

*ـــ دوی چې عبادت کوي او یا کله دعا غواړي ځي له غوایي څخه د دعا غوښتنه کوي او همدارنګه وایي چې ستا په مینه قسم کوم یا هم دې ته ورته نور …
خو موږ الحمدالله یوازې الله ج ته عبادت کوو او ترې د دعا او مغفرت غوښتنه کوو. چې اوس همدغه څه زموږ ټولنه کې عادي شوي.

*ــــ یو بر بل باندې تعویذونه جادو کول دي چې دغه هم هندي سریالونو کې زیات لیدل کېږي چې دغه کارونه د خپلو کورونو په کسانو باندې کوي او یو بل بې اتفاقۍ ته سوق کوي.

او همدارنګه د زوی یا اور له اړخه خپل مور او پلار ته بې احترامي د کوډو په ذریعه کله چې هلک په کومه نجلۍ میین شي، نو هلک ځي د نجلۍ مور پلار یې کوډې کوي چې دغه اوس زموږ ټولنه کې هم دود شوي. دغه او دې ته ورته ډیر ناوړه او زموږ د مذهب خلاف څه دي چې زموږ ټولنه کې یې رېښې کړې او لا غزېږي.

۲ـــ اخلاقي اغېزه

اخلاق چې د اسلام مبارک دین بنسټ دی او د انسان لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، له بده مرغه اوس وخت د مسلمانانو اخلاق هم د دغه رسنیو تر مستقیم اغېز لاندې راغلي د اولادونو له اړخه د مور او پلار اخترام او درناوي نشتون د نارینه وو له اړخه د ښځو نه احترام د مشر او کشر نه توپیر او همدارنګه زموږ د اسلام اړوندو جامو نه اغوستل د ښځو او نارینه وو له اړخه د ښځو د سر ټکري یا پړوني نه په سر کول.

د ځوانانو له اړخه ښځو ته لارو کې نامحرمو ته مزاحمت کول، تلیفوني خبرې اترې تفریحي ځایونو ته چکرې، د ښونځیو مخې نه د جنکیانو تښتول ترور کول حتی جنسي تیري کول دا هغه څه دي چې ترکي او هندي سریالونو کې عادي مسایل دي خو زموږ د دین او کلتور خلاف عمل دی چې اوس یې اغېز زیات شوی دی.

۳ــ کلتوري اغېزه:

د ترکي او هندي سریالونو یوه ستره اغېزه داده چې د دوی کلتور ته د نورو ټولنو بلنه ده چې دغه کړنې زموږ په ځوان نسل مستقیم تاثیر کړی او عملا یې خپله ټولنه کې وینو.
د بېلګې په توګه:

** جامې په هندي سریالونو کې چې کوم دي هغه زموږ د اسلامیت سره مستقیم په ټکر کې دي، چې ځینې ښځینه جامې یې بربنډې او لوڅې له جالیو جوړ وي چې سطر العورت یې پټ نه وي!!

له بده مرغه چې دوی د هر څه لپاره ځانګړې جامې لري لکه د ودونو په وخت کې د زوم لپاره چې دغه جامې زموږ تاحران هم راوړي او افغاني پلورنځیو کې شته.
** رواجونه

له بده مرغه هغه سریالونو کې چې کوم دودیز بنډار ترسره کېږي نو همغه دودونه زموږ ټوانه کې هم تر سره کېږي چې دغه د سریالونو دودونه زموږ د مبارک دین او کلتور خلاف دي!

** د ویښتانو سټایل هم په ټولنه کې ډیر زیات تر سترګو کیږي چې کله یو فلمي لوبغاړی د ویښتانو کوم سټایل وکړي نو سبا ته یې زموږ د ټولنې ډیری ځوانان هم هغه سټایل جوړ کړی وي لکه تیری نام سټایل چې په یو وخت کې یې ډیر زیات شهرت موندلی وو او حتا د ماشوم به یې هم نوم زده وو؛ او په تیره بیا ځینې داسې سټایلونه جوړوي چې د ټولنې د خندا وړ به وي.

لیکنه: حامد حقمل

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum