The news is by your side.

یوازې ۴ ولایتونو کې د کرونا ۱۵۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې

خبریال وېب پاڼه/د هشت صبح ورځپاڼې داسې اسناد موندلي چې په کې د هېواد په کچه یوازې د کرونا وبا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه په څلورو ولایتونو کې ۱۵۰ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

هشت صبح ورځپاڼې داسې اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی چې په کې د هېواد په کچه یوازې په څلورو ولایتونو کې د کرونا وبا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه ۱۵۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې دي.

په دغو ولایتونو کې بدخشان، هرات، وردګ او نورستان ولایتونه شامل دي. ویل کېږي د دغې ولایتونو چارواکو روغتیایي توکي او تجهیزات له خپلو اصلي بیو څخه په ډېره لوړه بیه را نیولي دي او قصده هغو شرکتونو ته ورغلي چې په لوړه بیه توکي او تجهیزات پلوري.

سرچینه وایي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د توکو په را نیولو کې په کم سارې توګه لوړ نرخونه ټاکل شوي دي. د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې د بدخشان روغتیایي چارواکو یو ډيجیټل اکسرې چې په بازار کې په یو ملیون افغانۍ دی، دوی د محسن مسعود په نوم له یوه خصوصي شرکت څخه په (۱۲۸۵۰۰۰) افغانۍ را نیولی، د مصنوعي تنفس ماشین چې بازار کې هغه هم په یو ملیونه افغانیو دی، دوی له همدې شرکت څخه په (۱۲۲۵۰۰۰) افغانۍ پیرلی دی. د بدخشان د روغتیا ریاست څه د پاسه ۲۱ قلمه جنسونه اخیستي دي چې په هر یوه کې یې د پام وړ اختلاس کړی دی.

نورستان چې د هېواد په کچه وروستۍ ولایت بلل کېږي چې کرونا وبا ورغله، د روغتیایي چارواکو د غلا ډول بیا له توشکو پیلېږي، دوی یوه توشکه چې په بازار کې تر ۷۰۰ افغانۍ ده، په ۱۷۵۰ افغاني، کمپله چې بازار کې ۸۰۰ ده، دوی په ۲۰۰۰ حساب کړې، روجایي یې د ۲۵۰ پر ځای ۴۰۰ اخیستې، د پلس اکس متر په نوم آلې یې چې بازار کې په ۱۷۲۰ افغانۍ دي، دوی په ۱۲۵۰۰ افغانۍ حساب کړې دي.

د وردګو لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې هم اختلاس شوی دی. د دغه ولایت روغتیایي چارواکو بیا یو د بیستر تخت په ۲۴۰۰۰ افغانۍ حساب کړی، په داسې حال کې چې بازار یې په ۱۵۰۰۰ افغانۍ هم ورکوي، په مایکرو لب، وینتلیتور، التراسوند ماشن، مایکروسکوپ او اکسرې ماشین اخیتلو کې د پام وړ اختلاس کړی دی.

هرات کې بیا د روغتیا پالانو له معاشاتو را نیولې بیا تر پورته ذکر شویو مواردو پورې پیسې غلا وشې دي.

د یادونې وړ ده چې د حکومت لخوا د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره هرات ته ۴۰۰ ملیونه، ۱۵۰ ملیونه بدخشان، ۲۴ ملیونه افغانۍ نورستان او ۲۰ ملیونه افغانۍ د وردګو ولایت لپاره ځانګړې شوې وې.

موده مخکې په یوه راپور کې رغلي وو چې د ټول هېواد په کچه د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره له ځانګړې شوې بودیجي ۹۳ سلنه یې غلا شوې او پاتې ۷ سلنه یا روغتیایي چارو او یا د تجهیزاتو په را نیولو لګېدلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.