The news is by your side.

ایران ته د اتمر سفر، د کړکېچ حل که نوې لوبه؟

خبریال وېب پاڼه / د ایران او افغانستان ترمنځ کړکیچ لا هم په خپل ځای پاتې دی.

ایراني پوځیانو پر افغان کډوالو په دې وروستیو کې دومره بې رحمه ظلمونه وکړل، چې په نړیواله کچه وغندل شول او د عامو افغانانو غبرګونونه یې راپور ته کړل.

اوس د دې پرځای چې پر ایران  فشار واچول شي څو دا ظلمونه بند کړي او د ګواښ په ډول ترې افغان حکومت خپل سفیر خپلې خاورې ته وغواړي خبره برعکس روانه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر اوس ایران ته په سفر روان دی او دې سفر له خلکو سره بیلابیلې پوښتنې او اندیښنې پيدا کړې دي.

د دې پر ځاى چې له ايرانه افغان سفير د احتجاج په ډول راويستل شي افغان باندينې وزير ايران ته روان دى! ولې داسې کيږي؟

ډیری په دې اند دي چې اوس وخت د دې نه دی چې د بهرنیو چارو وزیر دې ایران ته په سفر لاړ شي وخت د دې دی چې افغان سفیر دې له هغې خاورې راوباسي.

خلک په دې باور دي ،چې افغان حکومت باید له ایران سره په عذرانه ډول نه په تونده لهجه مخته لاړ شي، ځکه ایراني رژیم نه یواځې دا چې پر افغان کډوالو د وروستیو شویو ظلمونو لپاره له افغانانو بښنه وغواړي برعکس سترګې یې پر افغان حکومت سرې کړې او هلته میشت افغان سفیر یې په دې موخه د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښت څو په دیپلوماتیکه ژبه یې ورټي.

له دې هڅو سره سره بیا هم ایران بریالی نه شو، چې خپلې موخې ته ورسیږي.

په دې کار نه افغان سفیر خواشینی شو او نه هم افغان دولت او نه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درې واړو مراجعو په دې ظلمونو غوږونه کاڼه کړل او هیڅ یې هم ونه ویل خو یو څه وشول:

افغان ولس د ایران ظلم ونه شو زغملای او پر وړاندې یې لاریونونه پيل کړل او د ایران پر وړاندې یې توند شعاروه ورکړل او دا یې هغه بیلګه یاده کړه چې دا د ایراني رژیم د جهالت یوه بله بیلګه ده.

افغان ولس د خپل حکومت ملاتړی دی خو ولس بیا غواړي چې حکومت دې د دوی ملاتړ وکړي او هغه څه چې ترسره کوي باید دوی ته پرې پوره وضاحت ورکړل شي او جزیات یې له دوی سره شریک شي څو د ولسونو په زړه کې څه شک پاتې نه شي.

عام ولسونه که څه هم په دې باور دی چې د دوی په خبره د بهرنیو چارو ورزات به دې سفر موخه دا وي چې په ایران کې افغانان ولې په بد وضعیت کې قرار لري.

خو نه! شکونه شتون لري؛ یوشمیر شنونکي او دنظر خاوندان په دې باور دي چې اتمر به د ایران د وروستي چلند په غبرګون کې د افغانانو د کړیو لاریونونو په اړه له ایران نه بښنه وغواړي.

دوی وایي که داسې وي، نو ایران به خوښ شي او که نه نو غوصه شوي افغانان به د ایران سربیره د افغان حکومت په دې کړنه هم غبرګون وښايي.

افغان حکومت د سفر پوره جزیات تراوسه نه دي ویلي، خو ولسونه بیا شک لري چې د سفر موخه ولې نه روښانه کیږي او په دې باور دي چې ښايي د بښنې په نوم سفر وکړي.

د ولسونو او افغان شنونکو ترڅنګ دافغانستان د بهرنیو چارو وزیرهم  مني چې ولس ته د حکومت دوکه ورکول او تیرایستنه او دوی ته نه وضاحت له دوی سره زیاتی دی.

بیاهم  که چیرې حنیف اتمر له یو نوي زیري او نوي تړون سره راستون نه شي ، لکه داسې ، چې ایران په کې تر فشار لاندې وي او له افغان ولسه یې په کې بخښنه غوښتې وي او دا یې هم منلې وي چې پر افغان کډوالو د شویو ظلمونو عاملین به نیسي او محاکمه کوي نو بیا د شنونکو نظر سم دی او بیا نوموړی د بښنې لپاره ورغلی.

او که خبره برعکس وي چې ښاغلی اتمر په دې نوم تللی وی چې د افغان خاوري حیثیت لوړ کړي نو لازمه ده چې نوي تړون سره په دې نو راشي چې ایران په کې له افغانانو بښنه غوښتي وي او په کې منلې وي چې د شویو پيښو تورن کسان به نیسي او محاکمه کوي به یې او سزا به ورکوي.

عام خلک وایي که په دې ډول راستون شي نو د بهرنیو چارو وزیر دا سفر به په هر ډول افغان ولس ته دمنلو وي او ولسونه به ومني چې حنیف اتمر ایران ته د دې په خاطر ورځي چې هلته افغان ملي حیثیت لوړ کړي نه د ټيټولو په خاطر.

لیکوال: دین محمد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.