The news is by your side.

طالبانو څخه د ناټو غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی له طالبانو څخه غواړي چې له تاوتریخوالي څخه لاس په سر شي.

ستیفانو پونتیکور ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو باندې د طالبانو بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ناټو ملکي استازي زیاته کړې، تاوتریخوالی د زندانیانو خوشې کېدو بهیر له ستونزو سره مخ کوي او د بین الافغاني خبرو زمینه  ډوډوي او دا تاوتریخوالی د مذاکراتو په برخه کې د طالبانو دریځ پیاوړی کوي او یو ناسمه کړنلاره ده.

د ناټو دا چارواکی وايي چې بین الافغاني خبرو کې هېڅ بهرنۍ څېره باید ګډون ونه لري یواځې افغانان به وي چې یو بل سره خبرې وکړي ترڅو ستونزې حل کړي.

دی وايي چې د دې مذاکراتو له پاره د ناټو وړاندیز وروستیو کلونو لاسته راوړنو خوندي ساتل کېدل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو ورځو کې هم د طالبانو تاوتریخوالی او ورانکاري له حده ډېره شوې او ملکي وګړي یې زیات ځورولي دي.

د امرکیا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي را کمول اساسي شرط وو، خو طالبان له پخوا نه هم په زیات تاوتریخوالي او تشدد کې دي.

یو شمېر امریکایي چارواکو هم د طالبانو پر کړنو شاهدي ورکړې، چې تاوتریخوالی یې نه دی کړی او دا د سولې د هوکړې خلاف کار دی.

له دې سره سره چې د طالبانو بندیان هم د خوشې کېدو په حال کې دي او ممکن دا لړۍ هم ژر پای ته ورسیږي، ورسره جوخت به د بین الافغاني مذاکرات هم پیا شي، خو طالبان لا هم د تاوتریخوالي د کمېدو نیت نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.