The news is by your side.

سعودي کرنتین ختم کړ، خو په حج کولو لا چوپ دي

خبریال وېب پاڼه/سعودي عربستان له دریو میاشتو وروسته په خپل هېواد کې کرنتین او ګرځبندیز ایسته کړ او په ټول هېواد کې تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوه.

وروسته له دری ماشتو کرنتین سعودي په ټول هېواد کې تګ راتګ ته اجازه ورکړه خو د سږني حج کولو یا نه کولو په هکله یې لا هم کوم څه نه دي ویلي.

ځینې شنونکي وایي چې سعودي ګرځبندیز هم د دې لپاره ختم کړ چې د سږني حج کولو او یا نه کولو لپاره د کرونا جاج واخلي. دوی خلکو ته د تګ راتګ اجازره وکړه، تر څو معلومه شي چې په یوه اونۍ یا ډېره موده کې د کرونا څپه لوړه کېږي او که په خپل حال یا نزولي تګ کوي. دې سره به دوی ته د سږني حج کولو پرېکړه آسانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې اندونیزیا وار له مخې د سږني حج کولو څخه خپل وګړي منع کړل. اندونیزیا چې تر ټولو ستر اسلامي هېواد بلل کېږي، څه موده وړاندې یې د یوه اعلان په ترڅ کې وویل چې د کرونا پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو په درشل کې به سږ کال خپل وګړي سعودي ته د حج کولو لپاره و نه لېږي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې وروسته له دې له مکې او مدینې منورې سربېره په ټولو ښارونو کې تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې ده. اعلامیه کې راځي چې په غونډ ځایونو چې تر پنځوسو زیات کسان په کې را ټولېږي، لا هم پرې کلک بندیز دی او له سر غړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

سعودي همداراز ویلي دي چې ټولنیز واټن او ماسک کارول هم د ټولو وګړو لپاره اړین دي.

دغه هېواد داسې مهال د ګرځبندیز ختمولو اعلان کوي چې لا هم په دغه هېواد کې کرونا په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې تر یو نیم لکو اوښتې دي او څه د پاسه ۱۲ کسانو د دغې ناروغۍ له امله ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې له اندونیزیا سربېره سینګاپور، ملایشیا، سینیګال او برونای هېوادونو هم خپلو وګړو ته سږ کال د حج کولو اجازه نه ورکوي.

هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیایي بنسټونه وایي چې کرونا به د سږني کال تر پایه او یا ښایي تر ډېره وخته ژوندی پاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.