The news is by your side.

جګړې په افغانستان کې د فقر او کډوالۍ څپه لوړه کړې

خبریال وېب پاڼه/ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې روانې اوږدې جګړې د بېوزلۍ او کډوالۍ څپه په کم سارې توګه لوړه کړې ده.

ملګري ملتونه په خپل وروستي بیان کې وایي چې په افغانستان کې روانې اوږدې جګړې د بېوزلۍ او کډوالۍ څپه په کم سارې توګه لوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو کلونو کې د کډوالۍ برخې زیات زور کړی او ډېری افغانان د ایران او پاکستان له لارې اروپا ته مهاجر کېږي چې په لارو له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د کرونا وبا له راتګ سره په افغانستان کې د بېوزلۍ څپه نوره هم لوړه شوه او دا ځل یې له ولس سربېره حکومت هم د غربت کندې ته برابر کړی دی. څه موده مخکې حکومت له نړیوال بانک څخه د قرضې اخیستلو په تکل کې شو چې له دغه بانک څخه به شاوخوا ۲۲۹ ملیونه ډالره قرضه اخلي خو د ولس له توند غبرګون سره مخ شو.

په ظاهره د ولسي جرګې هم د دغې قرضې اخیستلو لایحه رد کړې وه خو بیا وروسته یې د مشرانو جرګې له یو کمیسیون سره دغه قرضه تائید کړې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه په خپل یوه بیان کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د هوکړې هرکلی  تر څنګ ویلي دي چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې له امله بېوزلي او کډوالي زیاته شوې ده.

ویل کېږي د جون په پنځه ویشتمه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان د روان کړکېچ په هکله خبرې کېږي.

په راپور کې راځي چې په افغانستان کې له مارچ میاشتې راهیسې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده. په دغه راپور کې پر طالبانو یو ځل بیا غږ شوی دی چې باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي.

انتونیو ګوتریش د افغانستان اوسنی وضعیت د جګړو او کرونا وبا د خپرېدو له امله ډېر خراب بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي، جګړه ختمه شي او روان بحران پای ته ورسېږي.

په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د جګړې تکتیک هم بدل شوی دی او د دیني عالمانو په ګډون ټول هغه کسان په نښه کوي چې پاکستان ضد دریځ لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.