The news is by your side.

څنګه کولای شول یو ټول منلی شخصیت جوړ کړو؟

خبریال وېب پاڼه / نړۍ کې الله ج نه یواځې انسانان په مختلفو رنګونو او شکلو خلق کړي، بلکې د دوی د اوسېدو ځایونه یې هم په مختلفو بڼو سره پیدا کړي چې د هرې ټولنې کړۀ وړۀ، دود، دستور او عنعنات سره په پوره ډول بېل او ځانګړي اداب، قوانین او اصول لري.

ټولنیز اداب هم یو له هغو ډېرو مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې په رعایت کولو سره یې د ټولنې افراد په ټولنه کې د ټول منلي شخصیت په صفت منل کېږي او په ټولنه کې ورته هر څوک په دروند نظر ګوري.

پوښتنه دا ده چې څنګه یو شخص په ټولنه کې د ټولو د باور وړ او غوره شخصیت یادېدلی شي؟

شخصیت جوړونه په مثال د باور جوړولو ده چې د جوړولو لپاره یې زیات وخت ته اړتیا وي، خو د ماتولو لپاره یې فقط د څو لحظو کار وي چې خپل ټول باور او منل شوی شخصیت دخلکو پر وړاندې په یوې ناچیزه باریکۍ سره له خاورو سره خاورې کړي.

شخصیت جوړونه او د دې لپاره چې په ټولنه کې د ټولو پر وړاندې یو منل شوی شخصیت وبلل شي، باید د ټولنې کلتوري، دیني او ټولنیز مسائل او اداب وپېژندل ش‍ي.

د ټولنې دیني عقایدو ته باید په احترام قایل اوسئ، تر څو په عقیده یي لحاظ ستاسې شخصیت او درناوی د ټولنې د موجوده خلکو پر وړاندې سالم او ثابت پاتې شي.

همدارنګه کلتوري مسائلو کې له دقت کار اخېستل چې دغه برخه په ټولنه کې د یوه فرد د محبوبیت او شخصیت جوړونې لپاره تر ټولو غوره او مهمه برخه شمېرل کېږي.

کله چې تاسې د یوې ټولنې کلتور او فرهنګ ته احترام ولرئ او د هغوی د غوښتنو سره سم چلند اختیار کړئ، تاسې به د اکثریت وګړو پر وړاندې د محبوبیت او احترام تر پولو ورسېږئ.

همدارنګه یوه بله مهمه برخه او وسیله چې په ټولنه کې د یوه منل شوي شخصیت په ډول تاسې معریفي کوي، نو تاسې باید د هغه موجوده ټولنې ټولنیزو کړو وړو ته د امکان تر حده او د خلکو د غوښتنو مطابق احترام او کار وکړئ.

راځو د هغه مهم نقاطو یادونه کوو چې په ټولنه کې پرې تاسې د یوه منل شوي شخصیت په ډول منل کېږئ، په لنډو الفاظو کې یې واضح کوو.

۱: ـ د ټولنې له ټولو اوسېدونکو سره صمیمانه چلند کول

۲:  ـ د ټولنې په موجوده خیریه کارونو کې برخه اخېستل لکه د ښوونځي جوړول

۳ :ـ  د هغه خلکو لاسنیوی کول چې فقر، بېکارۍ او ورته نورو ستونزو ځپلي وي لکه د خپل توان مطابق د ځینو کورنیو سره د خوراکي، پوښاک او نورو اشیاو مرسته

۴:ـ  په ټولنه کې د هغه مجلسونو څخه ځان ساتل چې د نورو شخصیت وژنه کوي لکه یوبل پسې ټوکې کول

۵:ـ  د فردي ګټو پر ځای د ټولنې ګټو ته ژمنتیا او اولیت ورکول

۶:ـ  په ټولنه کې د غیر ضروري پروژو مخنیوی کول

۷:ـ  د ټولنې د ستونزو څخه د خبراوي احساس پیاوړی کول او خبرېدل

۸:ـ  د ټولنې ټولو وګړو ته یو شان احترام کول

۹:ـ  د ټولنې د افرادو تر منځ تبعضي چلندونه له منځه وړل او عملاً سره متحد کول

۱۰:ـ  د تش په نوم هغه وعدو څخه ډډه کول چې ستاسې له توان پوره نه وي

۱۱:ـ خلکو ته د زده کړې اهمیت او عامه پوهاوی ورکول

۱۲:ـ  د ناسمو دودونو له منځه وړل لکه د اولادونو څخه د تعلیم د خوښې حق اخیستل، ولور، خور و لور په بدو کې ورکول

۱۳:ـ  د ټولنې ټول وګړي د یوبل لاسنیوي ته هڅول

پورتني او دې ورته ډېر مسائل چې په ټولنه کې د خلکو پر وړاندې ستاسې د محبوبیت سبب ګرځي، چې په عملي کولو سره یې ستاسو لپاره په ټولنه کې د یوۀ منل شوي شخصیت په صفت د مطرح کېدو غوره اداب او اصول شمېرل کېږي.

هغه انګلیسي اصطلاح ده چې وایي: (Respect to be respected)

لیکنه ـ عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.