The news is by your side.

هلمند کې د کرونا ناروغۍ د تداوۍ چارې برک مؤوسسې ته وسپارل شوې

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کرونا یا کووېډ۱۹ ناروغۍ د تداوۍ چارې په رسمي ډول برک مؤوسسې ته وسپارلې.

د دې وبا د مخنیوي په موخه هلمند ولایت له پاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، چي تر دې مهاله یې ۲۳ میلیونه افغانې په مصرف رسېدلي او د دي روغتون چارې لومړی د عامې روغتیا ریاست په غاړه وې خو اوس ټول هېواد ې د عامې روغتیا وزارت له لوري هغو مؤوسسو ته یې و سپارل شوې چې روغتیایي برخو کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

هلمند ولایت کې د کووېډ۱۹ وبا پر وړاندې د مبارزې چارې نن سه شنبه په داسې حال کې د هلمند عامې روغتیا ریاست له لوري برک مؤوسسې ته وسپارل شوې، چې په ټول هېواد کې به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري دا چارې هغو مؤوسساتو ته وسپارل شوي چې په روغتیایې برخو کې فعالیتونه کوي .

د هلمند د عامې روغتیا ریٸس عبدالاحد حازم خبریالانو ته وویل چي د کووېډ۱۹ وبا پر وړاندې د مبارزې چارې یې په دې موخه برک مؤوسیسې ته وسپارلې چي ټول هېواد کې د هغو انجیوګانو سره قراردادونه شوي چې د صحت په برخه کي فعالیتونه کوي.

حازم وویل چې وړاندې یې له دوی سره صرف همکاري کوله چې ورته درمل، کارکوونکي او ځای پیدا کړي.

د عامې روغتیا ریٸس همدا راز وویل چې تر دې وخته ۱۰۶۵ تنو مراجعه کړې، ۲۸۴ بستر شوي او ۲۶۱ هغه ناروغانو چې کورکې یې اسانتیاوې لرلې هملته تر تداوۍ لاندې کړي، ۵۳۱ سمپلونه یې کابل ته د معاینې لپاره لیږلي چې ۱۶۰ مثبت راغلي او له جملې یې ۹۰ رغېدلي او پاتې به یې هم تداوي شي او کورونو ته به یې ولیږي.

په ورته مهال کي د برک مؤوسیسې سرپرست ریٸس ډاکتر صدیق الله سادات ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا د طرزالعمل مطابق به د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه او د درملني لپاره به یې خپل کوښښونه ونه درېغوي.

د دې اختصاصي روغتون د چارو برک مؤوسیسې ته د سپارولو پر مهال د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د برک مؤوسیسې څخه د ښه کار کرده ګۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دوی کړنې به وڅاري.

ښاغلي محمد یاسین خان زیاته کړه چې د ۵۰ میلیونو افغانیو څخه چې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره هلمند ولایت ته ورکړل شوې وې د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت یې د کرونا ناروغۍ کلینیک ته د ۱۶۲ قلمه په اندازه درملو قرارداد کړی چې ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی.

د عامې ورغتیا وزارت له لوري په داسې حال کې برک مؤوسیسې ته د کرونا ناروغۍ د درمنلی واګي ورسپارل کیږي چې په عامې روغتیا ریاست باندې نیوکې کېدې چې ګواکې د کرونا وبا په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.