The news is by your side.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ۵۱۵ میله وسلې ډایاک ته وسپارلې

خبریال وېب پاڼه / د ننګرهار امنیه قومندانۍ نن سلګونه میله وسلې د ډایاک یا بې وسلو کولو پروګرام ته وسپارلې.

امنیه قومندانۍ دا وسلې نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وسپارلې چې په کې درنې او سپکې وسلې هم شاملې وې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دې کنفرانس پرمهال په خپلو خبرو کې وویلې ، چې دا وسلې د امنیه قومندانۍ پولیسو د تېرو دریو میاشتو په موده کې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال ترلاسه کړي دي.

والي شاه محمود میاخېل وایي له دې وسلو سره پولیسو ۱۵۳ تورن کسان هم نیولي، چې عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

که څه هم امینه قومندانۍ په دې ولایت کې د نسبي امن خبره کوي او وایي د خپلسرو کړنو مخه یې نیولې خو بیا هم اندیښنې شتون لري.

جلال اباد ښاریان په دې ولایت کې د خپلسرو وسله والو له شتون نه شکایت لري.

د دې ولایت اوسیدونکی محمد الله وایي، اوس هم په دې ولایت کې خپلسرې وسله والې ډلې شته چې د بیلابیلو پيښو ترشا لاس لري.

نوموړی وایي د دولت د مخالفو وسله والو په نسبت په ښار کې هغه کسان چې پرته له اسنادو وسلې ګرځوي ډیر خطرناک دي.

خو بل لورته که څه هم امینتي چارواکي په دې ولایت کې خپلسرو وسله والو ډلو شتون مني خو د دوی پر وړاندې د عملیاتو خبره کوي.

امنیه قومندان ایمل نیازی وایي دلته خپلسري وسله وال شتون لري خو په خبره يې دوی یې هم پر وړاندې کرار ناست نه دي او د نیولو هڅه يې کوي.

نیازی وایي دوی به هغه کسان چې په خپل سر وسلې ګرځوي ونیسي او قانون منګولو ته به يې وسپاري.

بل لورته په ختیځ کې د بې وسلې کولو د پروګرام مشر ډګروال غلام حسن وایي، چې روان کال  د ختیځ زون په کچه دوی ته تر دې دمه ۶۵۰ میله درنه او سپکه وسله سپارل شوې ده.

نوموړی وایي، ډایاک ته سپارل شوې وسلې به د ترمیم وروسته بېرته امنیتي ځواکونو ته په واک کې ورکړي.

که څه هم امنیتي چارواکي دې ولایت کې له خپلسرو وسله والو د ګڼ شمیر وسلو د ترلاسه کیدو ورکوي خو خلک شکایت کوي چې لا هم په ښار او ولسوالیو کې د غیرې قانوني وسله والو شتون دوی اندیښمن کړي دي.

ننګرهاریان په دې اند دي چې په دې ولایت کې په ترهګریزو پیښو کې تر ډیره هغه کسان لاس لري، چې په غیر قانوني ډول وسلې ګرځوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.