The news is by your side.

ایران سره د لانجو په درشل کې د هرات والي له ایراني قونسل سره ولیدل

خبریال وېب پاڼه/ د هرات والي سید وحید قتالي له ایراني قونسل جنرال محمد صدیقي سره لیدلي او په یو لړ اړینو موضوعاتو یې سره بحث کړی.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو، د هرات -خواف د اوسپنې لارې د درېیمې برخې په جوړېدو، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ته پاملرنه په ځانګړې توګه د ایران او افغانستان د ګډې پولي ولایتونو سره او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

ایراني قونسل جنرال محمد صدیقي ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ د افغان پلاوي د بریالي سفر او په دې کې له یو لړ هوکړو څخه یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دا سفر د دواړو هېوادونو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو نوی فصل اوسي.

د هرات والي سید وحید قتالي د هرات-خواف د اوسپنې لار دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په برخه کې مهمه یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د هرات سیمه اییز حکومت به د دې لارې د عملیاتي کارونو لپاره لازم او چټک اقدامات وکړي.

په دې ناسته کې همدارنګه د روغتیا او درملنې په برخه کې د هرات او مشهد ولایتونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ او همدارنګه ناروغانو ته د عاجلو روغتیایي خدماتو پر برارولو بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوي ایران ته سفر درلود او هلته یې له ایرانیو چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت، سیمه اییزې همکارۍ او ورته موضوعاتو بحث درلود او یو لړ هوکړې یې هم لاسلیک کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.