The news is by your side.

د نورستان ښکلاګانو د سیلانیانو پام ځانته اړولی

خبریال وېب پاڼه / د هېواد ګڼ ولایتونو د شنو منظرو په درلودو د خلکو مینه خپله کړې.

د دې ولایتونو له ډلې یو یې ختیځ ولایت نورستان دی، چې د هیواد په کچه یې خلک دښکلاګانو لیدو ته ورځي.

نورستان په طبعي زیرمو ، شنو ځنګلونو پوښل شوي غرونه لري، چې د کورني او بهرني سیلانیانو پام یې خپل کړی دی.

یاد ولایت ته وروسته له هغې د سیلانیانو پام ډیر شو کله چې د چاپيریال ساتنې ادارې نورستان د هیواد ملي پارک او د وحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.

نورستان ته هره ورځ د هیواد له نورو ولایتونو ډلې ډلې ځوانان د تفریح لپاره ورځي.

قیام خیام چې نورستان ته له خپلو ملګرو سره په چکر تللی وایي، د هیواد ګڼ ځوانان د دې ولایت لیدو ته لیواله دي خو د ده په خبره نا امنیو د خلکو ژوند تریخ کړی او خپلو سیمو د ښکلاګانو له لیدو یې بې برخې کړي.

نورستانیان هم خوښ دي چې د دوی سیمې ته وخت نا وخته د بیلابیلو ولایتونو څخه ځوانان ورځي او لیده کاته ورسره کوي.

دوی هیله من دي چې د سیلانیانو په ورتګ سره به په دې ولایت کې اقتصادي پرمختګونه ډیر او ورسره به د ځایي خلکو ژوند هم ښه شي.

اوس مهال نورستان ته ورتګ ستونزمن ځکه دی، چې دې ولایت ته ورغلې لار خامه او له ستونزو ډکه ده.

ځایي خلک یې له حکومت نه نورستان ته دغځیدلي سړک د پخیدو غوښتنه کوي.

نورستانیان وایي حکومت ډیر کله ورته پام نه کوي ځکه یې خلک په ډیرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

خو بل لورته ځایي چارواکي بیا وایي، په دې ولایت کې ځنګلونه د قومي تړو له مخې ساتل شوي او دوی هم هڅه کوي عامو خلکو ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړي.

د نورستان مرستیال والي هاشم فیضي وایي، حکومت د پرمختیاي چارو په برخه کې د نورستان په ګډون د هیواد څلورو هغو سیمو ته ۳۰ میلونه امریکایي ډالر بودیجه منظوره کړي کوم چې د چاپيریال ساتنې ملي ادارې ملي پارک او ساتلي شوي سیمې نومولي.

په ختیځو ولایتونو کې له نورستان ور اخوا ننګرهار، کونړ، او لغمان هم یو له هغو ولایتونو څخه  دي، ډیری هیوادوال د تفریح لپاره له دې سیمو لیدنه کوي.

ډير په دې اند دي که په هیواد کې د امنیت ساحه پراخه او نا امنۍ ختمه شي نو ډير ژر به د نړۍ به کچه د افغانستان طبعي ښایستونه مشهور شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.