The news is by your side.

د افغان ملي لوبډلې د راتلونکي کال لوبې اعلان شوې

خبریال وېب پاڼه/د افغان کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په خپل ټویټر باندې د را روان کال د لوبو مهالوېش خپور کړی دی.

د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په خپل ټویټر باندې نوي پیغامونه خپاره کړي چې په کې راغلي، افغان ملي لوبډله به په ۲۰۲۱ ز کال کې د شل اوریز نړیوال جام په ګډون له ۸ هېوادونو سره مختلفې لوبلړۍ ولري، په هېوادونو کې له زمبابوې سره دوه ځله مختلف سریزونه سکېجول شوي دي.

فرهان یوسفزی وروسته تر هغه په خپل ټویټر باندې د را روانو لوبو په هکله معلومات ورکوي چې له تېرو کابو څلورو میاشتو را هیسې افغان ملي لوبډله په کورونو کې تم ده او د هېڅ نړیوالې زمینه ورته مساعده شوې نه ده او د دې لامل په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا راتګ دی.

په اعلان شوي مهالوېش کې د راتلونکي کال په جنورۍ او فبرورۍ کې له آیرلنډ دوې لوبلړۍ چې یوه به یې د دریو یو ورځنیو او بله یې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لوبلړۍ وي.

ورپسې له زمبابوې سره دوې ټېسټ سیالۍ او دری شل اوریزې لوبې سکېجول شوې دي. دغه لوبې به د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ او مارچ میاشت کې ترسره کېږي.

له زمبابوې وروسته به افغا ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې دوه فارمټونه ولوبوي. له سریلانکا سره به د لوبو پیل په جولای میاشت کې په دریو شل اوریزو لوبو وشي او په اګېست کې به په دریو یو ورځنیو لوبو سره پای ته ورسېږي.

د اکست او سپټېمبر میاشتو کې به له پاکستان او عربي متحده اماراتو سره دری اخیز سریز ولوبوي چې دری شل اوریزې او همدا شمېر یو ورځنۍ لوبې به په کې شاملې وي.

په ۲۰۲۱ کال کې به افغان لوبډله د هند پر وړاندې هم د لوبې ډګر ته ووځي. ټاکل شوې ده په سپټمبر میات کې د هند پر وړاندې دری یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي. له دې وروسته به افغان ملي لوبډله له آسټرالیا او ویسټنډیز سره هم دری اړخیز سریز ولوبوي چې دری دانې یو ورځنۍ لوبې په کې شامېلېږي.

تر همدې دری اړخیز سریز سمدستي په همدې اکتوبر میاشت کې افغان ملي لوبډله هند ته ستنه شي او په شل اوریز نړیوال جام کې به ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې شل اوریز نړیوال جام همدا سږ کال په آسټرالیا کې ترسره کېده خو دا چې ولې ځنډېدلی او ولې یې هند ته کوربتوب ورکړل شوی، تر اوسه په دې هکله څه ویل شوي نه دي.

هېره دې نه وي چې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ میاشت کې به افغان ملي لوبډله یو ځل بیا د زمبابوې پر وړاندې خپل لوبیز کال پای ته رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.