The news is by your side.

د کرونا په راتګ سره د پولیو څپه بیا لوړه شوې

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا په راتګ سره په افغانستان او سیمه کې یو ځل بیا د پولیو پېښې زیاتې شوې دي، چې دې چارې افغانان او نړیوال اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د کرونا وبا په راتګ سره د پولیو پېښې بیا زیاتې شوې دي. د عامې روغتیا په یو تازه راپور کې راغلي دي چې په تېرو نیم کال کې په ټول هېواد کې د پولیو ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.

څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې افغانستان یوه سنتي ټولنه ده او ښایي د کرونا وبا د واکسین جوړېدو په صورت کې له کرونا سره هم ورته بېغوري وکړي.

ویل کېږي په لېرې پرتو سیمو کې ډېری کلیوالي خلک د پولیو واکسینو لپاره ډېر بد لیدلوری لري او دا د دین او مذهب خلاف یوه دسیسه بولي.

په دې وروستیو کې د کرونا وبا له خپرېدو سره هم ډېری افغانانو او په ځانګړې توګه ځینې مذهبي توند لارو د دغې ویروس په هکله ضد او نقیض څرګندونې وکړې چې ډېری عام وګړي یې د دغې ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته کړل. روغتیا پالان وایي همدا لامل دی چې دغه وبا په خورا چټکۍ تر هر کوره ورسېده.

وړمه ورځ د باور ځواک یوې سروې چې د ټول هېواد په شاوخوا په ۱۹ ولایتونو کې یې ترسره کړې وه، راغلي وو چې ښیي هرو دریو کسانو کې یو یې په کرونا وبا باندې اخته شوی دی.

باور ځواک دغه سروې په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، پکتیا، کندوز، بامیان، روزګان، وردګ، خوست، فراه، لغان، بدخشان، هلمند، لوګر، فاریاب، بادغیس او غزني ولایتونو کې کړې ده. د ځواک غړي وایي چې د سروې شویو کسانو عمرونه له اتلسو تر پينځه پنځوس کلونو پورې وو.

ویل کېږي په کوزه پښتونخوا کې هم د پولیو نوې پېښې ثبت شوې دي چې دې چارې سیمه او نړۍ اندېښمنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې دغه شمېرې د تېر کال له همدې مودې یو نیم برابر زیاتوالی ښيي. دغه وزارت همدا راز ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ لمن اوس د افغانستان له سویل او ختیځ شمال او لویدیځ ته هم غځېدلې ده. په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسف اداره هم پر دې حالت اندېښنه ښيي او وايي د خطر زنګ وهل شوی.

د یادونې ړ ده چې په دې وروستیو کې حکومت خپل ټول تمرکز د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ځانګړی کړی دی او همدا لامل دی چې په نورو برخو کې لویې ستونزې را ولاړې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.