The news is by your side.

د غني او عبدالله له لوري نوې کابینه ولې نه معرفي کیږي!؟

خبریال وېب پاڼه/ د ارګ او سپېدار ماڼيو تر منځ د عبدالرشيد دوستم د مارشالۍ څرنګوالي پر سر اختلافات د دې لامل شوي چې د کابينې د نويو غړو د ټاکلو بهير وځنډيږي.

ځيني سرچينې وايې چې د ارګ او سپېدار ترمنځ شوې هوکړې، د عبدالرشيد دوستم د مارشالۍ نوعيت نه دى مشخص کړى، نو له همدې امله ولسمشر غني يوازې دې ته چمتو دى چې ښاغلي دوستم ته د مارشال پوځي رتبې پر ځاى يوه افتخاري د مارشالۍ رتبه ورکړي.

د ولسمشر دغه دريځ د سپېدار ماڼۍ او د ملي جنبش ګوند له مخالفت سره مخ شوى او د ثبات او همپالنې ټيم له خوا د نوماند وزيرانو د معرفي کېدو بهير يې ځنډولى دى.

سپېدار ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د مقابل لوري د نوماند وزيرانو نوملړ پر ژر وړاندې کولو باندې ټينګار لري.

د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ له سياسي هوکړې شاوخوا پنځه اوونۍ تېرې شوې، خو تر اوسه د نوې کابينې هېڅ نوماند وزير ولسي جرګې ته د رايې اخيستلو لپاره نه دى ور معرفي شوى.

د عبدالله ډلې غړى عبدالله قرلق خبریال وېب پاڼې ته وويل، چې د دوى د نوماند وزيرانو نوملړ وروستى شوى دى.

که څه هم دغه ټيم کې د خپلمنځي اختلافاتو خبره هم کيږي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي دوی د نوماند وزيرانو نوملړ ته په تمه دي، تر څو ولسي جرګې ته يې معرفي کړي.

د عبدالله او اشرف غني تر منځ شوې هوکړه کې د کابينې پر څوکيو پنځوس – پنځوس نيمولو هوکړه شوې ده.

ولسمشر غني تر اوسه له خپلې غاړې دولس نوماند او سرپرست وزيران ګمارلي دي، خو د عبدالله له لوري تر اوسه کوم کس نه دى معرفي شوى.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.