The news is by your side.

د عامې روغتیا وزارت ګودام ارزول کیږي

خبریال وېب پاڼه/  د افغانستان عامې روغتیا وزارت ګودام د یو پلاوي له لوري ارزول کېږي.

یاد وزارت  دا خبره تېر ماښام ناوخته وروسته له هغې په یوې خبرپاڼه کې وکړه، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې وزارت د ګودام یو کارګر د رشوت په تور ونیوه.

روغتیا وزارت به خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی به تر ارزونې وروسته هغه کسان چې په فساد او خیانت کې ښکېل دي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

عامې روغتیا وزارت په خپل مرکزي ګودام کې د فساد د ارزونې خبره په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو کې یو شمېر رسنیو، د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د مرسته شویو ځیني موادو د نادرکۍ او قاچاق راپورونه ورکړي.

یاد وزارت دا اعلان وروسته له هغې کوي چې د دې وزارت په ګودامونو کې په هغو موادو کې د غلا او فساد په اړه اندېښنې زیاتې شوي، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د نورو هېوادونو له‌ خوا مرسته شوې او یا افغان حکومت په خپله پېرلي دي.

تازه د سه شنبې په ورځ د افغانستان لویې څارنوالۍ وویل، د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګودام یو تن معتمد یې د ۸۰ زرو ډالرو رشوت اخیستو په تور نیولی دی.

د لویې څارنورالۍ ویاند جمشېد رسولي تیره ورځ رسنیو ته وویلې، چې تورن کس د یو شرکت کارونه ځنډول او په بدل کې یې ترې ۸۰ زره ډالر رشوت غوښت، چې د پلټونکي څارنوال له ‌خوا لاس په لاس ونیول شو.

خو بل لورته د عامې روغتیا وزارت ویاند او چارواکو د دې کس د نیول کېدو په اړه او په مرکزي ګودام کې د فساد د موجودیت د تازه اندېښنو په اړه څه نه وایي.

د عامې روغتیا وزارت چې مخکې یې هم دا راپور رد کړی و، د سې شنبې په ورځ ‌یې یو ځل بیا په هېواد کې د مصنوعي تنفس دستګاوو د موجودۍ یو لېست هم خپور کړ او ټینګار یې کړی چې له دې وزارت سره د شته او مرسته شویو دستګاوو څخه هېڅ یو یې نادرکه نه‌ دی.

د عامې روغتیا وزارت د ګودام د آرزونې خبره داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې په یاد وزارت کې د فساد خبرې اوج ته رسیدلي دي.

عام خلک یاد وزارت د فساد وزارت په نوم یادوي او وایي د کرونا په نوم راغلي ډیری پیسې یاد وزارت حیف و میل کړې.

خو بل لورته عامې روغتیا وزارت بیا دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.