The news is by your side.

۶۷ غړو هېوادونو د جنګي جنایتونو له څېړنې دفاع وکړه

خبریال وېب پاڼه/د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړلو ته ملا تړلې ده، خوو امریکا یې په چارو کې لاسوهنه کوي او د دغې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

وروسته له هغه چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړیوالې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په څېړلو کې د امریکا د مخالفت راپور ورکړ، اوس د دغې محکمې ۶۷ غړو هېوادونو له دغه بهیر څخه دفاع وکړه.

څه موده مخکې د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه بیان کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو بهیر کې مداخله کوي او دوی نه پرېږدي چې په دغه هېواد کې جنګي جرمونه وڅېړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا له تېرو څه کم دوو لسیزو را هیسې په افغانستان کې ګڼ هوایي بریدونه کړي دي چې ډېری وخت په کې ملکي وګړي هم په نښه شوي دي. په دوی کې یوه لویه برخه ښځینه او ماشومان دي چې له وژنې سربېره ورباندې جنایتونه هم شوي دي.

تېره مې میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې اعلان وکړ چې د امریکا له مداخلو سره سره دوی په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي. دوی هغه مهال وویل؛ سره له دې چې امریکا زموږ د چارو مخالفت کوي، موږ به په افغانستان کې جنګي او بشري جنایتونه څېړو او نړیوال به پرې خبروو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې هر لوري په عامو خلکو او ښکېلو لوریو باندې جنګي جنایتونه او بشري بې حرمتۍ کړې دي.

څه د پاسه یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو په ارزګان ولایت کې یوه بشري جنایت ته لاس اچولی ؤ او د شهید شویو پولیسو پر مړو یې تېزاب شیندلي وو. د راپورونو له مخې وروسته یې له یو شمېر سرتېرو څخه غوږونه او پزې هم پرې کړې او سترګې یې ورڅخه ویستلې دي.

د راپورونو له مخې ۶۷ هېوادونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دوی په افغانستان کې د جرمونو نړیوالې محکمې له اقدام ملاتړ کوي او ددغه محکمې له پرېکړو دفاع کوي. یادو هېوادونو همدا راز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې هم غندلې چې ګواکي د جرمونو پر نړیواله محکمه به بندیزونه ولګوي. د سرچینې په خبره ټول غړي هېوادونه ددغه محکمې له خپلواکۍ، چارو او غړو دفاع کوي او د هغو هېوادونو پر وړاندې درېږي چې د یادې محکمې خپلواکي له ګواښ سره مخ کوي.

د جرمونو نړیواله محکمه وایي دوی په افغانستان کې د طالبانو، افغان او امریکایي ځواکونو جنګي جنایتونه څېړي او ټولو هغو شکایتونو ته رسیدګي کوي چې په دې تړاو شوي، خو امریکا ددې کار مخالفت کړی دی.

ویل کېږي امریکا ځکه له دې کار سره مخالفت کوي چې دوی د دغې نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.