The news is by your side.

ټولنیزو رسنیوکې له دې تېروتنو ځان وساتئ

خبریال وېب پاڼه / ټولنیزې رسنۍ چې اوس لپاره ډیری خلک ورته لاسرسی لري او کاروي یې په بیلابیلو برخو کې یې ستونزې لیدل کیږي. ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک ته بیا تر ډیره عام خلک ښه لاسرسی لري.

خو ما درته په دې لیکنه کې تر ډیره هغه مسایل را اخیستي که پام ورته وشي ښايي ښه مخته لاړ شئ.

په لنډ ډول به دومره ووایم چې د ټولنیزو رسنیو په استعمال کې له دې تېروتنو ځان وساتئ.

 

۱:ـ له اجازې پرته د چا انځور مه خپروئ

څنګه، چې تاسې پرته له اجازې د خپل انځور خپرولو ته زړه نه ښه کوئ هر څوک همدا ډول فکر کړه.

د بیلګې په ډول: ته به د یوه ملګري انځو په دې نوم خپور کړې چې ملګری دې دی او یا کومه ستونزه کې راګیر دی دلته به یې خلک مسخره کړي او بیا به ملګری له تاسره خپه وي.

دا ډول حالت کې بیا تاسې ملامته راځئ او مقابل لوري ته هیڅ ځواب ورکولای نه شئ.

 

۲:ـ  د غوصې حالت کې ټولنیزې رسنۍ مه کاروئ

د غوصې په حالت کې تر ډیره انسان په خپل ځان کنترول نه لري او نه هم کوم کار په سم ډول ترسره کیدای شي.

په غوصه ناک حالت کې  ټولنیزه میډیا کې بیلابیل مسایل وینئ ښايي په غوصه ناک حالت کې پر تاسې ښه ونه لګیږي او دا حالت به تاسې اغیزمن کړي او ترخې خبرې به چاته وکړئ.

 

۳:ـ  هر لیکنه لومړی له لیکنې وړاندې په غور وګورئ

کله چې په خپله فیسبوک پاڼه، ټویټر، انسټاګرام او یا بل ادرس باندې کومه لیکنه پوسټ کوئ او یا یې خپروئ نو لومړی پرې ښه غور وکړئ او بیا یې خپور کړئ.

د هرې لیکنې جانبي او په نظر کې ونیسئ داسې نه چې پرې له غبرګون سره مخ نه شې.

 

۴:ـ  پر مجازي اړیکو تکیه مه کوئ

مخامخې او مجازي اړیکې له یو بل سره ډېر توپیر لري لکه څنګه چې تاسې په ځینو مواردو کې په مجازي اخلاص او احترام له نورو ځان خلاصوئ، پوه شئ چې نور هم دغسې درنه ځان خلاصول غواړي.

هڅه وکړئ چې د مجازي نړۍ په اړیکو، اخلاص او خواخوږیو خپلې واقعي اړیکې متضررې او هېرې نه کړي.

 

۵:ـ  بې ځایه وخت مه تیروئ

د ټولنیزو رسنیو د استعمال په اړه ځان وپوښتئ، چې ولې یې کاروئ؟  ګټه او تاوان یې درته څه دی؟ او د استعمال لازم وخت او بڼه یې درته څه کیدای شي؟

له دې پوښتنو پرته او غیر له دې چې ټولنیزې رسنۍ په هدفمن ډول وکاروئ، ستاسې وخت یانې سره زر درڅخه ضایع کیږي.

 

۶:ـ  له دروغو ډډه وکړئ

په واقعي ژوند او مجازي نړۍ کې دروغ ویل فرق سره لري.

واقعي ژوند کې ممکن محدودو خلکو ته په پراګنده دروغ ویلو عادت اوسئ او خپله ګوزاره وکړئ، مګر په مجازي نړۍ کې دروغ ویل درپسې سند کیږي او درد سر جوړوي.

په چټ، پوسټونو، تبصرو او بحثونو کې پوره هڅه وکړئ چې دروغ ونه وایئ.

 

۷:ـ  د شخصي ژوند جزیات مه خپروئ

د شخصي ژوند له جزیاتو سره مو احتیاط کوئ.کیدای شي په دې ډول مو بد غوښتونکي د اوسیدو ځای، د کورنۍ غړي او نور معلومات ترلاسه او سرخوږی درته جوړ کړي.

 

راټولوونکی او زیاتونه: فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.