The news is by your side.

کابل کې له کرنتین وروسته لومړنۍ بهرنۍ الوتکه را ښکته شوه

خبریال وېب پاڼه/د کرونا له امله د نورې نړۍ په څېر افغانستان هم خپل هوایي حریم تړلی ؤ او ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بندې کړې وې.

د ترکش ایر لاین لومړنۍ الوتکه وروسته له شاوخوا دری میاشتني ځنډ او کرنتین وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته را ښکته شوه او هغه مسافر چې په ترکیه کې وو، کابل ته یې را ستانه کړل.

د حامد کرزي هوایي ډګر رییس مل پاسوال سید عمر صبور رسنیو ته وویل چې دوی د هوایي ډګر کې د مسافرینو لپاره اړین ترتیبات په پام کې نیولي دي. نوموړي زیاته کړه چې د کرونا وبا لپاره یې ټول احتیاطي تدابیر په پام کې نیولي دي.

افغانستان له نن څخه شاوخوا دری میاشتې وړاندې د نړیوالو پر وړاندې خپل هوایي حریم وتاړه او د کورنیو شرکتونو په ګډون بهرنیو ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

په دغې جریان کې ټولو هوایي شرکتونو ته سخت مالي زیانونه واوښتل. یوه اونۍ وړاندې د هوایي چلند ادارې وویل چې ټولو شرکتو په ګډه شاوخوا ۴۵ ملیونه ډالره زیان لیدلی دی.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر قومندان مل پاسوال عثمان جانباز هم وویل چې دوی د مسافرو لپاره ټول امنیتي، روغتیایي او د تګ راتګ آسانتیاوې برابرې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې دوی د تېر دری میاشتني کرنتین پر مهال خپلو کار کوونکو ته د لا ښه امنیت لپاره روزنه ورکړې ده.

ویل کېږي بهر ته به هم همدا نن شاوخوا ۹ بجې لومړنۍ اولوتنه وشي. ویل کېږي دا الوتنه به د ترکیې استانبول ته کېږي چې څه د پاسه ۳۵۰ مسافر به ولېږدوي.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مسؤلینو په خپلو څرګندونو کې وویل چې ټاکل شوې ده تر دې وروسته له اماراتو نه یوه الوتکه د کابل په هوایي ډګر کې را ښکته شي او ور پسې به بیا هم د ترکش ایر لاین الوتکه کابل ته مسافر راوړي.

دوی همداراز وویل چې خپل کورني شرکتونه هم د الوتنو لپاره چمتو دي او دوی به هم خپل نړیوال پروازونه پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د هوایي چلند ادارې ویلي وو چې تمه ده په نیدې راتلونکي کې خپل هوایي حریم د نړیوالو پروازنو پر مخ خلاص کړي او له بهرنیو هېوادونو سره د هوا له لارې تګ راتګ پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.