یوسف غصنفر په کوما حالت کې ترکیې ته انتقال شو
خبریال ویبپاڼه – په اقتصاد ، دفقر په ټیټ والي او مليبنسټیزه پروژو کې د محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد یوسف غصنفر په کوما حالت کې ترکیې ته انتقال شو .
نوموړی دوه ورځې په سردار محمد داودخان روغتون کې بستر وو او اوس یې حالت نور هم خراب شوی دی .
خبریال وېب پاڼې ته د ارګ سرچینو وویل چې محمد یوسف غصنفر تېره اونۍ کرونا نیولی وو چې د شپږو ورځو په تېرېدو سره یې روغتیا يي حالت نور هم خراب شو او نن جمعه سهار له کابله ترکیې ته انتقال شو .
په کابل کې د خبریال همکار وايي چې اکثره لوړرتبه حکومتي چارواکي د علاج او درملنې لپاره بهر هیوادونو ته ځي ؛ ځکه په افغانستان کې روغتیا ييوسایل په نیشت حساب دي .
کرونا ناروغي اوس په افغانستان کې په پراخه کچه خوره شوې ده او د باور ځواک د سروې له مخې په دغه هیواد شاوخوا (۱) میلیون کسان کرونا ناروغي نیولي دي .
بل لورته د عامې روغتیا وزارت په خبره چې ښایی تر راتلونکې میاشتې شاوخوا یومیلیون انسان په دغه ناروغۍ اخته شي او د مړو شمېر تر سل زره اټکل شوی دی.
تېره ورځ د واشنکټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې په افغانستان کې له ۶۰ تر ۹۰ فیصده افغان امنیتي سرتېري کرونا ناروغي نیولي دي .
د خبریال وېب پاڼې همکار د واشنګټن پوسټ په حواله لیکي چې که څه هم افغان حکومت په امنیتي ځواکونه کې د کورونا وایروس د پېښو په تړاو له معلوماتو ورکولو ډډه کوي خو دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویان دا مني چې په امنیتي ځواکونوکی کورنا ناروغي پېښې شته او د ناروغي د خوریدو ویره هم موجوده ده نو ځکه یی ماسکونه او لاس غوندي (دسکش) لازمي کړي دي او طبي وسایل يې په هیواد کي پر امنیتي ځواکونو ویشلي دي.
تر دم ګړیه په رسمي ډول ترکیې ته د یوسف غضنفر د انتقال په اړه هم حکومت پټه خوله دی ؛ خو دارګ سرچینو خبریال وېیبپاڼې ته وویل چې ښاغلی غضنفر په بیړني روغتیا يي حالت کې د دفاع وزارت په مرسته ترکیې ته انتقال شوی دی .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.