سلینا؛ بالیووډ کې توپیري چلند له فلمي صنعت لرې کړم
خبریال وېب پاڼه/د هندي سینما نوموتې او د ښکلا ملکې سلینا جېټلي به خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې نوموړې په بالیووډ کې د توپیري چلند له امله له فلمي صنعت نه پر شا شوه.
سلینا جېلټي داسې مهال په بالیووډ صنعت کې د توپیري چلند له امله په دغه سینما کې د کار نه کولو لامل په ډاګه کوي چې په دې وروستیو کې په بالیووډ نیوکې هم زیاتې شوې دي او وایي له تازه اداکارانو سره سم چلند نه کېږي.
د هندي فلمونو پخوانۍ هنرمنده سلينا جېټلي وايي، چې هغه په هندي سينما کې د واسطو او خپلوۍ له امله تنګه شوه او له همدې امله يې په هندي فلمونو کې کار پرېښود.
دغې هنرمندې، پخوانۍ د ښکلا ملکې او ماډلې سلينا جېټلي د هندي وېبپاڼې (هندوستان ټايمز) سره په خپله مرکه کې وويل، چې په هندي سينما کې ښه فلمونه او ښه کردارونه د مشرانو هنرمندانو اولادونو ته ورکول کېږي، نو هغې د دې خپلوۍ او واسطو نه تنګه شوه او فلمونو کې يې کار پرېښود.
٣٨ کلنه سلينا جېټلي وايي، دا خبرې غلطې دي چې ما د واده يا ماشومانو لپاره په فلمونو کې کار پرېښى دى، په فلمونو کې د کار په پېدا کولو کې نوره ستړې شوم، نو ځکه مې دا پرېکړه وکړه.
هغې وويل، چون هغه فلمي سينما ته له بهر څخه راغلې وه نو په پيل کې هغې ته کوچني کردارونه ورکول کېده، خو نوره له دې کردارونو په تنګه شوه، ځکه چې نه غواړم يوازې په سينما کې ښکاره شم، بلکې غواړم چې کار وکړم او خپله وړتيا ښکاره کړم.
سلينا جېټلي وايي، په هندي سينما کې چې له چا نه غوښتنه وکړې، چې سکرپټ (د فلم کيسه) راته راکړه چې يې ولولم، نو خپه کېږي، وايي ته اوس دومره لويه هنرمنده شوې.
په دې وروستیو کې په بالیووډ سینما نیوکې زیاتې شوې دي او دغه لویه صنعتي کمپنۍ له اداکارنو سره په توپیري چلند تورونوي. تېره میاشت نوم وتي اداکار سوشانت سطنګ ځان وژنه وکړه او ګڼ شمېر مینوالو یې هغه خبرې په ټولنیزو رسنیو کې بدرګه کولې چې په بالیووډ کې څوک ورته زیات ارزښت نه کوي.
د يادولو ده چې سلينا جېټلي په ٢٠٠١ کال کې د هند د ښکلا جايزه ګټلې وه، همدا راز په همدغه کال کې هغې د مس يونيورس يا د کايناتو د ښکلا جايزه کې څلورم مقام ترلاسه کړى و.
سلينا جېټلي وايي، چې هغه يو ځل بيا فلمي نړۍ ته د راتګ پلان لري. نوموړې وايي چې د يوه پوځي افسر لور ده او په ژوند کې يې بايلات نه دي زده، هغه ډېر څه لري چې بيا ترسره يې کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.