The news is by your side.

برېتانیا افغان سوله کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

خبریال وېب پاڼه/ بریتانیا وايي دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دی او زیاته کړې یې ده، چې  ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر په کابل کې د برېتانیا له سفیرې مېرمن آلیسون بلیک سره په تیلیفوني اړیکو کې پر سولې خبرې کړې دي.

اتمر په دې تلیفوني خبروکې د زندانیانو پر خلاصون، روان تاوتریخوالي او د سولې پرمختګونو خبرې کړې دي.

آلیسون بلیک ویلي، چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی،

هغې زیاته کړې باید ژر تر ژره روانه جګړه ختمه بنده شي او د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

بليک دغه راز د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم مهمه بللې ده او ټینګار یې کړی چې برېتانیا به د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ او همکاریو ته ادامه ورکوي.

د برتیانیا سفیره او حنیف اتمر داسې مهال سره د سولې پر مسایلو خبر کوي، چې تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل به دا اوونۍ د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په هدف د درېیو مهمو ناستو کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، ډیپلوماټیکې هڅې یې زیاتې کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل به د دې اوونۍ په اوږدو کې د درېیو مهمو یوې سیمه ییزې، بلې نړیوالې او دریېمه هم د یوې درې اړخېزې غونډې کوربه وي.

د دغه وزارت د ویاند ګران هېواد له لوري د شنبې په ورځ رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویل شوي، لومړۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ د شل سیمه ییزو او لویو هېوادونو ترمنځ وي، دویمه به د سې شنبې په ورځ وي، چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سټراټیژیک ډیالوګ ترنامه لاندې جوړېږي.

هېواد زیاتوي درېیمه ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې وي او هغه ستر هېوادونه به په کې برخه واخلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یې له افغانستان سره اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري کړي وي.

هغه دا نه دي ویلي، چې په دغو درېیو واړو غونډو کې به هېوادونو په کومه کچه استازي ګډون وکړي.

د روان میلادي کال د فبروري میاشت کې د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او په کې د نورو شرطونو سربیره یوه خبره داوه چې بین الافغاني مذاکرات به پيلیږي.

خو طالبان وايي، دوی هغه مهال بین الافغاني خبرو ته کېني چې د هوکړې له مخې د دوی ۵ زره جنګیالي د افغان حکومت له زندانونو ازاد شي.

افغان حکومت بیا د طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه ویلي ، چې نن به یې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي چې پاتې بندیان څنګه او کله خوشې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance