The news is by your side.

بادغیس کې د پستې حاصلات دوه برابره زیات شوي

خبریال وېب پاڼه / د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي هېواد کې د پستې د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بادغیس ولایت د پستو سږني حاصلات د تیرو کلونو په پرتله دوه برابره زیات دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دوی د ارزونو له مخې به سږکال د دغه ولایت د طبیعي ځنګل پستې حاصلات ۳۶ زره او ۴۵۶ ټنو ته ورسېږي.

هغه د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل د تېر کال ژمي او د سږني پسرلي ورښتونه بللي دي.

د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې تېرکال په بادغیس ولایت کې د پستو د ونو حاصلات ۱۵ زره او ۴۰۰ ټنه وو.

باغدران یې هم خوښ دی، چې حاصلات یې ډیر او وایي، د بادغیس پسته په ټول هیواد کې مینه وال لري او په ښه بیه پلورل کیږي.

افغانستان په کرنیزه برخه تر ډيره غني هیواد دی خو د کرنیزو پوهانو په باور پاملرنه ورته ډیره نه کیږي.

سږکال په یو شمیر ولایتونو کې د هندواڼو په حلاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د هندواڼو ډير کروندګر د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ خو د کرنې له ریاستونو او وزارت نه خوښ نه دي.

دوی دخپلو اړوند ولایتو د کرنې پر ریاستونو له دې امله نیوکه کوي چې له دوی سره پر وخت مرسته نه ده کړې او ډیری وخت یې حاصلات په ارزانه بیه پلورل کیږي.

د هندواڼو کروندګر وایي، هرکال یې حاصلات ښه وي خو د دوی په خبره د پلور پرمهال یې له ستونزو سره ځکه مخ وي چې ښه بازار نه لري.

د هندواڼو سربیره کروندګر د تازه سبزیجاتو په برخه کې د سړو خونو نشتون لویه ستونزه یادوي او وایي ډیر کله یې د حاصل پرمهال د ساتنې ځای نه لري.

دوی وایي هرکله چې د دوی سبزیجات رسیدلي نو دوی یې د سړو خونو د نشتون له امله په ډيره ارزانه بیه پلوري او آن کله کله يې په تاروان هم پلوري.

په کرنیزه برخه کې د کرنې پر ریاستونه ډير کله دا دول نیوکې وي چې په خپل وخت اقدامات نه کوي او کله یې هم چې ترسره کوي بیا په ګته نه وي.

اوسمهال افغانستان په کرنیزه برخه کې د ځان بسیاینې پر لور روان دی خو د کرنیزو پوهانو په باور که دا هڅې ګړندۍ شي نو هیواد به د نورو هیوادونو له احتیاجه په کرنیزه برخه کې خلاص وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.