The news is by your side.

هند افغانستان سره د ساختماني پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

خبریال وېب پاڼه/ هند له افغانستان سره د ۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د پنځو رغنیزو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دا هوکړه لیکونه نن یکشنبه په کابل کې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، اقتصاد وزارت استازو او د هند سفیر، وینې کومار ترمنځ په یوه ناسته کې لاسلیک شول.

په دې پروژو کې درې ښوونځي چې دوه یې په بدخشان او یو یې په نورستان کې دي، شامل دي.

همدا شان هوکړه وشوه چې په فراه ولایت کې یو تدریسي تعمیر او د کاپیسا د البیروني پوهنتون داخلي لارې ورغول شي.

د هند سفیر، ویني کومار په دې ناسته کې وویل چې هند له تېرې لسیزې راهیسې افغانستان سره د نږدې درې میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.

د وینې کومار په وینا هند افغانستان کې نږدې ۴۰۰ پراختیایي پروژې بشپړې کړي دي.

هغه وویل: “دغه هوکړه لیکونه دا څرګندوي چې هند د افغان ځوانانو ظرفیت لوړولو ته ژمن دی.”

د هند سفیر د افغان سولې په اړه هم وویل دوی د داسې یوې پروسې ملاتړ کوي چې مشري یې د افغانانو په لاس کې وي او هیله لري چې افغانستان د یوې پایدارې سولې څښتن شي.

وینې کومار هیله وښوده چې افغانستان د هغو ترهګرو ډلو له شتونه پاک شي چې له پولې بهیر سرچینه اخلي.

هند د افغانستان یو ستراتیژیک دوست هېواد دی چې تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه، د لوړو زده کړو او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو په برخه کې ډېرې مرستې کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.