ملګري ملتونه: افغانستان کې ۲۸ سلنه نجونې له ۱۸ کلونو کم عمر کې ودیږي

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې ۲۸سلنه نجونې له ۱۸ کلونو کم عمر کې ودیږي.

د دې راپور پر اساس، څلور سلنه نورې نجونې بیا له ۱۵ کلونو کم عمر کې واده ته اړ ایستل کیږي.

په راپور کې راغلي اوس مهال کې ۷.۵ میلیونه میرمنې چې د کار عمر کې دي، هیڅ کار نه لري او یواځې ۲۵ سلنه میرمنې په کار بوختې دي.

ملګري ملتونه وایي اوس هم په بېلابېلو چوکاټونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري.

بله خوا، د ښځو چارو وزارت وایي د نجونو اجباري ودونه د تېر په پرتله کم شوي دي.

د افغانستان په لېرې پرتو کلیوالو سیمو کې لا هم نجونې د ١٨ نه په کم عمر کې ودیږي، تر ټولو مهمه دا چې یو شمېر نجونې په بدو کې او د کورنۍ د دوښمنۍ په سر کې ورکول کیږي، چې بیا د خسر په کور کې هم د تاوتریخوالي سره مخ وي.

په کم عمر د نجونو ودول نه یوازې دا چې نجوني له رواني او فزیکي پلوه له تاوتریخوالي سره مخ کیږي بلکې د زېږون پر مهال هم د مرګ سره لاس او ګرېوان وي، افغانستان کې د زېږون پر مهال د ښځینه وو د مړینې زیاته سلنه د هغو نجونو ده، چې په کم عمر کې ودیږي.

په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو یو لوی عامل بې وزلي او بې کاري ښودل شوې ده.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو پرمهال د بې وزلۍ کچه له ۲۵ سلنې ۳۷ سلنې ته پورته شوې ده او یو شمېر بې وزله کورنۍ بیا د غېږې لوڼو پلورلو ته اړې شوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More