The news is by your side.

طالبان حکومت ته د زندانیانو نوی لیست سپاري‌

خبریال وېب پاڼهطالبان افغان حکومت ته د زندانیانو نوی لیست سپاري . په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم غړي‌ وايي چې پر ځینو زندانیانو د اروپايي‌ ټولنې له لوري بندیزونه لګېدلي‌، او ځیني‌ نور بیا په جنايي‌جرمونو کې ککړ بلل شوي دي او افغان حکومت یې د خلاصون نه ډډه کوي‌.

دافغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وایي چې د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۷ هغه یې نه خوشې کېږي او علت یې دادی چې دوی په جنايي جرمونو کې ککړ دي‌.

د زندانونو د تنظیم ادارې رییس احمد راشد طوطاخیل تېره ورځ وویل چې ، په هغه لیست کې چې د طالبانو له لوري افغان حکومت ته سپارل شوی دی د داسې زندانیانو نومونه هم شته دي چې د جنایي او اخلاقي جرایمو په تور نیول شوي دي.

تر دې وړاندي‌ داسي خبرونه را برسېره شول چې د اروپايي ټولنې ځینو غړو هیوادونو افغان حکومت ته لیست سپارلی چې ځیني‌ طالب زندانیان به نه خوشي کوي‌. البته رسمآ افغان حکومت پر دا موضوع څه نه دي‌ویلي.

بل لورته وسله وال طالبان وايي چې ددوی په زندانیانو کې په جنا يي او اخلاقي جرمونو ککړ طالبان نشته ؛ خو بل لورته افغان حکومت ته د زندانیانو بل لیست سپارل کېږي‌.

افغان خبریالان وايي چې ځینو مشهوره طالب قوماندانانو تر نیول کېدو وروسته د پولیسو په لیکو کې خپلې دوسیې د پیسو په مټ په جنايي‌ جرمونو اړولې دي‌؛ او ځیني نور بیا داسي زندانیان هم دي چې نیول شوي‌ د طالبانو په تور دي‌ خو د جنا يي‌ جرمونو مخینه لري‌.

د افغانستان د ملي‌امنیت ادارې یوه چارواکي‌ خبریال وېب پانې ته وویل چې ځینو قاتلانو او په جنايي‌ جرمونو کې ککړو زندانیانو په سپارښتنه او په ځینو برخو کې د پیسو په ورکړه ځانونه د طالبانو لیستونو ته داخل کړي ؛ خو دافغان استخباراتو له لوري‌کشف شوي او نومونه یې بېرته له لیستونو ایستل شوي دي‌.

طالبانو تېره اونۍ په دوحه کې پر هم دې موضوع غونډه درلوده او پرېکړه یې کړې وه چې افغان حکومت ته به د نورو زندانیانو لیست ورکوي .

طالبانو دا موضوع تر دم ګړیه نه ده رسنیزه کړې ؛ خو په دغه ډله کې دننه د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي‌ چې پرېکړه د قضیې د دواړو لورو حکومت او طالبانو ترمنځ شوې ده ؛‌د افغان سولي‌ لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او د پآکستان ځانګړی استازی صادق خان هم په دې موضوع خبر دي‌.

طالبان به لیست د دې اونۍ تر پایه افغان حکومت ته سپاري‌ او د خپلو زندانیانو د خوشي کېدو غوښټنه به کوي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.