عبدالله ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلنه، خو ولې؟
خبریال وېب پاڼه/پاکستان به دې وروستیو کې له افغانستان سره د کرونا وبا له امله ټولې پولې پرانیستلې او اوس هڅه کوي چې له افغانستان سره صادرات او واردات زیات کړي.
په همدې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو کرونا ځپلي وزیر شاه محمود قریشي په خپل وروستي اقدام کې ډاکتر عبدالله ته بلنه ورکړې ده چې پاکستان ته ورشي، دا چې ولې؟ په ښکاره ویل شوي چې د سولې او دواړو هېوادونو پر اړیکو به خبرې وکړي.
یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې پاکستان هڅه کوي د افغان سولې په روانه جنجالي پروسه کې د خپل ځان په ګټه اغېزمنه سیاست کاري وکړي او افغان لوري ته وښیي چې موږ خو ستاسو واقعي دوستان یو خو په ورته وخت کې د ترهګرو ډلو ټپلو په انسجام او همغږۍ کې تر بل هر وخت زیات کوشا دي تر څو په بین الافغاني مذاکراتو کې د دوی ګټې خوندي کړي.
سیاسي کارپوهان زیاتوي چې په قطر کې مېشت لوړه فیصدي طالب مشران د پاکستان په پاسپورټونو دغه هېواد ته تللي دي او له هغه ځایه د افغان حکومت د کمزوري کولو او کمزوري ښودلو لپاره د آی اېس آی لکچرونه زمزمه کوي. دوی ټول افغان حکومت ته د کابل اداره وایي چې په وینا یې دا ټولې لارښوونې د پاکستان د استخباراتي مامورینو لخوا ورکړل شوې دي تر څو د ۹۰ مې لسیزې په شان ګټه ترلاسه کړي.
په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا افغان حکومت ته شنه څراغونه زیات شوي دي او په دې سره هڅه کوي څو ګټې ترلاسه کړي چې هم په سیمه او نړۍ کې خپل بایللی حیثیت ترلاسه کړي او هم په بین الافغاني مذاکراتو کې خپله لویه حصه ګټه خپله کړي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې افغان حکومت او پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې له یو بل سره اړیکې تودې کړې دي او هڅه کېږي چې په دواړو هېوادونو کې سوداګریز فعالیتونه زیات شي.
د یادونې وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د بحثونو له ګرمېدو سره د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی محمد صادق چې پخوا په کابل کې د پاکستان سفیر هم پاتې شوی، وټاکه. شنونکي وایي چې د پاکستان لخوا تازه ګومارل شوی ځانګړی استازی به د سولې په روانه پروسه کې یو خورا لوی ماموریت مخته وړي او د پاکستان لپاره به د کرنل په څېر سرښندنې کوي.
کرنل په ۹۰ لسیزه کې د مجاهدینو او طالبانو لپاره د ملا په جامه کې د آی اېس آی ستر مامور ؤ چې له افغانستان نه یې ټول نظامي تجهیزات د افغان مجاهیدنو او طالبانو په مرسته پاکستان ته ولېږدول.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.